د چين د بين المللي راډيو د خبر له مخې د افغانستان جمهوررئيس حامد کرزي په پنځه ويشتمه نيټه د پاکستان له جمهوررئيس مشرف سره تلفوني خبرې وکړې او په خبرو کې يي وويل چه د داخلي چارو له امله پاکستان ته دده سفر به وځنډيږي ٠ مخکې ټاکل شوي و چه حامد کرزي به د يو دوه ورځني سفر له پاره په شپږ ويشتمه نيټه اسلام اباد ته لاړ شي ٠ خو له دي امله چه شپږ ويشتمه نيټه د افغانستان د جمهوري رياست د انتخاباتو له پاره دجمهوررئيس د کاريدانو د ثبت تقسم اوقات دي ، نو ځکه حامد کرزي دي ته اړتيا لري چه په خپل هيواد کې پاتي شي او د عمومي انتخاباتو اړوند کارونه وکړي ٠ د افغانستان د انتخاباتي کميټې له خوا د اعلان شوي لايحي له مخې د افغانستان د جمهوري رياست انتخابات به د اکتوبر په نهمه نيټه وشي او د پارلمان انتخابات به د راتلونکې کال په پسرلي کې تر سره شي
|