د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبرونو له مخی ، د يوه راکټ ګولی د جولاي په ٢٧نيټه د نيمی شپې لخوا په کابل کی د چين دسفارتخانې د دروازی په وړاندی وچاودله شوه او له نيکمرغه په دی اثر هيڅوک نه دی ټپی يا مړ شوی .
د چين د سفارت د کارکوونکی ګوخوی په قول ، نوموړی ګولی د سفارت د کنسولګرۍ د څانګی د دروازې په وړاندی په سړک کی چه د سفارت له لوي انګړ څخه يوازی څه نا څه لس متره فاصله لری ، چاوديدلې وه چه په نتيجه کی د کنسولګرۍ د څانګې د دفتر د دروازی او کړکيو ښيښې ويجاړې شوې اود ګولۍ ټوټې د سفارت پر اصلی دروازې باندی هم لګيدلی وې .
د چين د لوي سفارت په شاوخوا کی زيات نړيوال سازمانونه او د افغانستان مهمې حکومتی څانګې پرتی دي او د سفارت او جمهوری ماڼۍ ترمنځ يوازی يو ديوال شته .