د سين هوا د اژانس دخبر له مخی د افغانستان دداخلی چارو دوزارت يونطاق د جولای په اوه ويشتمه نيټه ددی خبر ثبوت کړی دی چه د جولای په شپږ ويشتمه نيټه د افغانستان د جمهوريت د روغتون د عمده ودانۍ د محکمولو او ترميمولو په ترڅ کښی ودانۍ ناڅاپه ونړيدله چه په نتيجه کښی اوه تنه افغانی کارګران مړه شوی او نور شپږ ويشت تنه په بيلا بيلی اندازی سره ټپيان شوی دی . د نجات ورکوونکو داټکل له مخی لا تر اوسه پوری هم په لس ګونه تنه تر کنډوالی لاندی دی ، اوس نجات ورکوونکی کار لا هم جاری روان دی .