. د سين هوا د اژانس د خبرله مخی د بی سرحده ډاکترانو سازمان د جولای په اته ويشتمه نيټه اعلام وکړ چه نوموړی سازمان به په افغانستان کښی د څليرويشتوکالودپاره دبشری طبی مرستوفعاليت بس کړی او له افغانستان څخه به ووځی . نوموړی سازمان وويل چهمونږ دا فيصله ځکهوکړه چه د نوموړی سازمان پنځه تنهکارکوونکی دروان کال د جون په مياشت کښی دافغانستان په شمال لويديځه برخه کښی ووژل شول ، دافغانستان حکومت لاتراوسهپوری مجرمين نه دی نيولیچه په نتيجه کښی د بشری مرستو ;رسولو په وخت کښی د نوموړی سازمان د کارکوونکو امنيت نشی تضميندای . برسيره پردی امريکايی عسکرو د طالبانو د پاتی شويو عناصرو او د القاعدی د سازمان د غړو د لټولودپاره دبشریمرستو دسازمان له خوا د برابر شويو مرستو څخه په استفادی سره د محلی ځای اوسيدونکی تهديد کړی چه ور سره همکاری وکړی او په دی ډول د نوموړی سازمان وقار تر ناوړه اغيزی لاندیراغلی دی .