<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-29 16:30:17    
د مان او هان قومونوله روغې جوړې څخه ډکه نيکمرغه کورنی

cri

په چين کښی اکثرې کورنۍ د يوه قوم له غړو څخه عبارت دی، خو لږ شمير داسی کورنۍ هم شته چه غړی يی په مختلفو قومونو پوری اړه لری٠ د بيجينګ د ښيښې د انستيټيوت د انجنير دای جيون ګوانګ کور يو همداسی کور دی چه هغه خپل ځان د مان په قوم پوری اړه لری او ميرمن يی د چين د لومړی لوی قوم يعنی د هان قوم څخه ده ٠څو ورځې دمخه انجنير دای جيون ګوانګ زمونږ د پښتو څانګې د خبريال په غوښتنه له هغه سره مرکه وکړه او ور ته يی د خپل نيکمرغه کور په باب څه معلومات معرفی کړل٠ نو اوس به تاسی په دی باره کښی يو راپور واوری چه عنوان يی دی د مان او هان د قومونوله روغې جوړې څخه ډکه نيکمرغه کورنی٠

کله چه خبريال د انجنير دای جيون ګوانګ کورته ورغی، له راډيو کسټ څخه يی د مان قوم خوږ موزيک واوريده او و يی ليدل چه د ميلمستون د کوټې پر ديوالونو باندی يی هم د مان قوم د تاريخی شخصيتونو تصويرونه او هم د هان قوم د مشهورو سندره غاړو او فلمی هنرماندانو عکسونه ځوړند دی چه د دغو دوو قومونو د کلتور د پيوست کيدو منظره ښودل کيږی٠

شپږ څلويښت کلن دای جيون ګوانګ خبريال ته وويل چه زه په بيجينګ کښی د مان د قوم په يوه کورنۍ کښی وزيږيدم، پخوا زما مور او پلار به تل د مان د قوم په غوره اخلاقو او تشريفاتو سره ما او زما خويندو ته تعليمات راکول او زمونږ څخه به يی غوښتنه کوله چه بايد له خپل قوم او هيواد سره مينه ولری او د خپل قوم او هيواد دپاره خدمتونه ترسره کړی٠ که څه هم دوی دواړه له دنيا څخه لاړل، خو د دوی غوره روحيه لا هم زما پر ژوند او کار باندی ښه اغيزه کوی٠ زه د بيجينګ د کيمياوی صنائعو له پوهنځی څخه له فارغيدو نه وروسته د بيجنګ د ښيښې په انستيټيوټ کښی کار کوم او اوس انجنير يم ٠

انجنير دای جيون ګوانګ خبريال ته خپله ميرمن لی يو ای معرفی کړه او ويی ويل چه زما ميرمن اصلأ د هان د قوم پيغله ده، مونږ دواړه يو د بل احترام او پاملرنه کوو ٠ که څه هم زه او ميرمن می په مختلفو قومونو پوری اړه لرو، خو په کور کښی پوره مساوی يو ، مونږ په يوه زړه خپل کور سمسوروو او زمونږ زوی روزو٠ ميرمن مې زما سره ډيره مينه لری او زما له خپلوانو سره هم ژور احساسا ت لری، پخوا چه زما مور او پلار ژوندی وو او دوو خويندو می هم واده نه و کړی، هغې د هان قوم د ښځې په ځانګړی پراخې سينې سره له دوی سره ډير صميمی او روغه مناسبات ساتل او په کور کښی به يی د زړو کسانو د احترام او زما د کشرو خوندو د پاملرنې درنه دنده په غاړه اخيستله٠ نو زما مور، پلار او خويندو کله کله د ګاونډيانو په وړاندی هغه ستايله٠

د انجنير دای جيون ګوانګ ميرمن لی يو ای د بيجينګ له پوستی او تيليګرافی پوهنځی څخه له فارغيدو نه وروسته د بيجينګ د راډيويی پرزو د جوړولو د فابريکې انجنيره وه او اوس تقاعده شويده٠ هغې خبريال ته وويل چه ما له خپل خاوند سره د واده او د مان د قوم دی کور ته د راتللو په لومړيو وختونو کښی د خسر او خواښی له قومی دودونو او تشريفاتو سره عادت نه درلود، خو فکر می کاوه : څرنګه چه زه د دی کور يوه غړی ګرځيدلی يمه، نو بايد د زړه له کومی له دی کور او ټولو کورنی غړو سره مينه ولرم ، د دوی د دودونو احترام کول ، د سخر او خواښی درناوی کول او د ندرندو پاملرنه کول زما حتمی دنده ده ، نو ما ګام په ګام د دی کور له ژوند سره عادت پيدا کړ او له دوی سره می ژور احساسات په ځان کښی وروزل ٠ د چين په ټولنه کښی د هان قوم لومړی لوی قوم دی، خو په دی کور کښی زه د اقليت په مقام کښی يم، خو زما خاوند او د کورنۍ نور غړی زما ډيره پاملرنه کوی ، سخر او خواښی می د ژوند په وخت کښی زه د خپلې لور په حيث بللمه او ندرندې می هيڅکله ما ته وراندار نه وايی او تل << خور>> وايی٠ميرمن لی يو ای وويل چه زه او خپل خاوند يو د بل درناوی کوو او يو له بل سره مينه لرو چه زمونږ ترمنځ احساسات ورځ په درځ ژوريږی ، که څه هم هغه ډير مصروف دی ، خو په کور کښی بيا هم تر وسی پوری د کورنيو کارونو کولو په برخه کښی له ما سره مرسته کوی، نو زه دا احساسوم چه زمونږ کور د مان او هان د دوو قومونو له روغې جوړې څخه ډکه نيکمرغه کورنی ده ٠ زه هم له خپل قوم << هان >> سره مينه لرم او هم د خاوند له قوم << مان >> سره محبت لرم ، البته له خپل کور سره لا ډيره ژوره مينه لرم ٠

دای جيون ګوانګ او لی يو ای يو اوه لس کلن زوی لری چه د منځنی ښوونځی په څلورم ټولګی کښی سبق وايی ٠ هغه خبريال ته په ستاينې سره وويل چه زما مور او پلار يو له بل سره ډير روغ مناسبات لری ، دوی دواړه په ګده سره کورنی کارونه کوی او سره يو ځای ما روزی او تعليمات راکوی ، زه وياړم چه زما په رګونو کښی د هان او مان د دوو قومونو وينې بهيږی٠ زه به هرومرو د دغو دوو قومونو غوره عنعنات په ميراث واخلم او په راتلونکی کښی به په ښه شان سره د مان او هان د قومونو او خپل هيواد دپاره خدمتونه ترسره کړم ٠