<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-30 18:37:04    
د مونږ او اوريدونکی خپرونه

cri

رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ګرانو اوريدونکو ، اسلام وعليکم ! زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه بيا ستاسو په خدمت کښی يو ٠

وانګ – د تيرو اونيو په خپرونو کښی زمونږ ډيرو اوريدونکو دراډيويی سيالی په هکله پوښتنی درلودی چه ولی تاسو راډيويی سيالی نه لری ؟

رمز – وانګ جانی ! داسی بريښی چه زمونږاوريدونکی د راډيويی سياليو سره مينه او علاقه لری ، نو د اوريدونکو د لاخوشحالی دپاره به مونږ هم په همدی خپرونه کښی لومړی د تير مارچ نه د جون ترمياشتی پوری د هغی سيالی ګټونکی چه د چين او افغانستان او د چين او پاکستان د روابطو او دوستۍ د اړيکو په هکله د مقالو سيالی وه اعلان کړو او هم به د ليکونو د ځوابونو نه وروسته د راتلونکی سيالی په هکله چه د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ ده اوريدونکو ته زيری ورکړو ٠ په دی توګه له تاسو نه هيله کوم چه د تيری سيالی د نتيجو او ګټونکو په هکله معلومات وړاندی کړۍ ٠

وانګ – ښه ده ٠ د چين او زما وطن په باب سيالی چه په تيرو مياشتو کښی ترسره شوی ده زيات شمير اوريدونکی ښی ښی مقالی ليکلی او خپل ارزښتناک نظريات يی پکښی څرګند کړی دی چه ددوی دغه عمل زمونږ د پښتو خپرونی يو قوی ملاتړ بلل کيږی ٠ نو مونږ له دغو دوستانو څخه ډيره مننه کوو ٠ اوس به مونږ ددی سيالی جايزه ګټونکو مونونه ولولو :

لومړی جايزه ګټونکی د پيښور نه سيد جمال الدين فاطمی

رمز - دوهم درجه جايزه ګټونکی دوه تنه دی چه د هری پور د کيمپ څخه د باختر کلب مشر سيدالرحمن بهير او د هنګو نه د پښتونخوا د چاينه کلب مشر عارف بختيار

وانګ - دريم جايزه ګټونکی دری تنه دی چه د کندهار نه سميل زی ابراهيمی ، د اسلام اباد نه نور محمد ستوګنی ، اود ضلع تحصيل له مانسهری ډاګخانی نه قاری محراب الدين ارمانی ٠