<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-07-30 18:40:23    
د راډيويی مسابقی په باب خبرتيا

cri

رمز – وانګ جانی ! د خپرونی په پيل کښی مو د اوريدونکو سره دا وعده کړی وه چه د سی ار ای د راتلونکی راډيويی سيالی په هکله به خبرتيا خپره کړو ٠ که دسيالی دغه خبرتيا ستاسو په لاس کښی وی مهربانی وکړی ويی لولی ٠

وانګ –ښه ! د چين د بينالمللی راډيو له خوا د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ يوه معلوماتی مسابقه به په راتلونکی مياشت کښی پيل شي او ددی مسابقی په اړوند ٤ مضامين او ورسره تړلی ٨ پوښتنی چه هر يو مضمون ٢ پوښتنی لری په وار سره به د مونږ او اوريدونکی په پروګرام کښی محترمو دوستانو ته وړاندی شی ٠

دغه مسابقه د اګسټ د مياشتی له پيل نه د نوامبر تر پای پوری دوام ولری ٠ زمونږ د پښتو څانګه به د سيالی د پای ته رسولو وروسته د ګډون کوونکو دوستانو څخه لومړی ، دوهمی او دريمی درجی جايزه اخستونکی وټاکی او

دوی ته به ښکلی او ښايسته جايزی ورکړی او د راډيو له خوا به د لومړی درجی جايزه اخستونکو نومونه به د چين د بينالمللی راډيو د نورو ژبو د خپرونو د لومړی درجی جايزی اخستونکو په لست کښی د قرعه او پچه کولو دپاره شامل شی ترڅود نوموړی لست څخه بختور مستحق کسان وټاکل شی چه په راتلونکی پسرلی کښی به چين ته د يوی اونی دپاره سفر وکړی ٠

نو د ګرانو اوريدونکوڅخه په ډير درنښت هرکلی کوو چه په دی راډيويی سيالی کښی فعاله برخه واخلۍ٠

مونږ به د راډيويی څپو او انټرنيټ له لاری د چين د اقتصادی انکشاف ، بهرنی چارو ، د پوهنی د اوسنی حالت او د چين د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت او قومی ترقۍ په باب معلومات په ٤ پروګرامونو کښی د بيلا بيلو هيوادو او سيمو اوريدونکو ته معرفی کړو او د هر پروګرام په پای کښی به ٢ پوښتنی هم وړاندی کړو ٠ په دغو ٤ پروګرامونو کښی ٨ پوښتنی په دی ډول دی :

لومړی –په ٢٠٠٣ م کال کښی د چين د داخلی توليداتو عمومی ارزښت په نړۍ کښی څووم لمبر نيولی دی ؟

دوهمه پوښتنه دا چه – د څه دپاسه شلو کالو راهيسی د چين حکومت څومره وګړی له غربت او بی وزليتوب څخه بچ کړی دی ؟

دريمه دا چه په چين کښی څو کلن اجباری تعليمی نظام عملی شوی دی ؟

څلورمه دا چه په راتلونکو څو کالو کښی د چين د تعليمی لګښتونو اضافی برخه به په عمده توکه په ښارونو کښی مصرف شی او يا په کليوالی سيمو کښی ؟

پنځمه پوښتنه دا ده چه چين څومره ملی اقليتونه لری ؟

شپږمه پوښتنه - د چين د قومی چارو په ساحه کښی څرنګه نظام عملی شوی دی؟

اوومه پوښتنه دا ده چه چين تر اوسه له څومره هيوادونو سره خپل ديپلوماتيک روابط قايم کړی دی ؟

اتمه پوښتنه دا ده چه د چين د بهرنی پاليسۍ عمده محتويات څه دی ؟

مونږ د زړه له کومی هيله کوو چه محترم اوريدونکی په دی سيالی کښی ښه مؤفقيتونه ترلاسه کړی ٠

په ډيره درناوی