محترمو دوستانو ، د چين د( مينګ ) د شاهی دوری د ١٣ امپراطورانو ستره هديره چه دروازه يی نژدی ٥٠ کالو نه مخکښی هواره شوی د بيجنک په شمال لويديځ طرف کښی پرته ده ٠ او هر ميلمه چه بيجنګ ته راځی ډير غواړی چه له دی امپراطوری هديری څخه ليدنه کتنه وکړی ٠ د چين د ( مينګ ) شاهی حکومت په ميلادی ١٣٦٨ م کال کښی جوړ شو چه لومړی امپراطور يی ( جو يوان جانګ ) نوميده ٠ د خلکو په نظر( جو يوان جانګ ) يو عجيب شخصيت و ٠ هغه د يوه غريب بزګر په کور کښی وزيږيديده ٠ د زلميتوب په موده کښی هغه د ژوند دپاره د يوه راهب په حيث په معبد کښی خدمت کاوه او وروسته يی د( يوان ) شاهی تسلط دسرچپه کولو په غرض بزګری پاڅون کښی ګډون وکړ ٠ څرنګه چه ( جو يوان جانګ ) له دښمنانو سره په ميړانۍ او توريالۍ سره جګړی کړی او مشرانو ته يی ښه ښه تاکتيکونه او پيشنهادونه وړاندی کړی ؤ نو د پاڅون کوونکو قواوو د عسکرو او منصبدارانو اعتبار او احترام يی حاصل کړ او ژر ژر له يوه عادی عسکر څخه په يوه برجسته او تکړه قوماندان بدل شو ٠ په ١٣٦٨م کال کښی د( جو يوان جانګ ) په مشرۍ د بزګرو پاڅون کوونکو قواوو د ( يوان ) شاهی حکومت تر پښو لاندی کړ چه په دی توګه يی د ( مينګ ) شاهی حکومت ټينګ کړ او ( جو يوان جانګ ) د امپراطور په تخت کيښناست ٠ دغه امپراطور( نان جنګ ) ښار چه د يانګځی سيند په غاړه واقع دی د خپل پايتخت په توګه وټاکه ٠ ( جو يوان جانګ ) په ١٣٩٨ م کال له دنيا څخه سترګی پټی کړی ٠
امپراطور ( جو يوان جانګ ) د ژوندانه په وخت کښی يو لمسی چه ( جو يونګ وين ) نوميده د خپل ځای ناست په توګه ټاکلی ؤ ٠ خو د ( جو يوان جانګ ) ٤ م زوی چه ( جو دی ) نوميده د خپل پلار د مرګ نه وروسته په شاهی کورنۍ کښی يوه کودتا راپورته کړه ٠ په پای کښی ( جو دی ) په کاميابۍ سره پر امپراطوری تخت کيښناست او ( جو يونګ وين ) امپراطوری واک له لاسه ورکړ او د نورو له سترګو نه غيب شو ٠ ايا( جو يونګ وين ) چيرته تللی ؤ ؟ دغه مسئله په تاريخ کښی د يوی معما په توګه لاينحله پاتی شوه٠
( جو دی ) چه امپراطوری اقتدار يی ترلاسه کړ د ځانی امنيت دپاره خپل پايتخت له ( نانجنګ ) څخه( بيجنګ ) ته انتقال کړ ٠ نو پرته د ( جو يوان جانګ ) نه د( مينګ ) د شاهی سلسلی نور امپراطوران د مړه کيدو نه وروسته ټول د( بيجنګ ) په اطرافو کښی ښخ شول ٠
عزتمنو دوستانو ، د چينايی اسلافو په عقيده هرڅوک چه که ژوندی وی يا مړ ، روح به يی تل ژوندی وی ٠ نو دوی د ژوندانه په وخت کښی تر وسي پوری کوشش وکړ چه د جغرافيايی مؤقعيت او چاپيريال په نظره يو ښکلی او بختور ځای پيدا کړی او پکښی ځانته کلکه مقبره جوړه کړی څو چه د مرګ نه وروسته يی روح لا هم خپلو کورنيو او اولادونو ته نيکمرغی او سعادتمنی ورسوی ٠ او پخپله د ځمکی لاندی په دی کور کښی ښه ژوند ترلاسه کړی ٠ خصوصاٌ امپراطورانو چه د ژوندانه په وخت کښی يی دولتی واک په لاس نيولی پرينښودل چه د مرګ نه وروسته امپراطوری امتيازات او شرافت له لاسه ورکړی ٠ نو دوی د خپلو مقبرو جوړولو ته تر نورو نه لا زيات اهميت ورکړ ٠ ( جودی ) همداسی امپراطور ؤ ٠ هغه د ژوندانه په وخت کښی زياتی هلی ځلی وکړی څوچه يو په زړه پوری او بختور ځای پيدا کړی او پکښی ځانته ښايسته او باشوکته مقبره جوړه کړی او له دی برکته به شاهی کورنی ته ابدی نيکمرغی او سمسورتيا ورسول شی او د مځکی لاندی په دی باعظمته ماڼۍ کښی به د امپراطور سره مناسب لوکس ژوند وساتل شی ٠ په پای کښی هغه د( بيجنګ ) په شمال لويديځ خوا کښی هم د امنيت او هم د سوکالۍ او بخت له نظره يو ښکلی او په زړه پوری ځای پيدا کړ ٠ د( جودی ) د مقبری د جوړولو کار په ١٤٠٩ م کال کښی پيل شو او له هغه وخته تر ١٦٤٤ م کاله پوری په څه دپاسه ٢٠٠ کالو کښی د( مينګ ) د شاهی سلسلی ١٣ امپراطورانو په دی بختور ځای کښی خپلی هديری جوړی کړی او په دی توګه په دغه منظرداره سيمه کښی د امپراطوری هديری يوه باعظمته او باشوکته مجموعه د خلکو تر نظر راځی او خلک ور ته د ١٣ امپراطورانو هديره وايی ٠
امپراطورانو د خپلو مقبرو د ښه ساتنی دپاره ور څخه افسانی او اعجازی کيسی جوړی کړی او په رازو رازو طريقو سره يی د قبرونو دروازی پټی کړی ٠ نو د مقبرو د دروازو خلاصول يو ناشونی کار ښکاری ٠ د ( دينګ لينګ ) په نامه امپراطوری مقبره چه د امپراطور ( جو ايی جوينګ ) مړی پکښی ښخ شوی هم په دی هديره کښی پرته ده ٠ د چين د لرغون پيژندونکو ماهرانو د زياتو هڅو نه وروسته يی دروازه د ١٩٥٦ م کال د می په مياشت هواره شوه ٠ دغه د مځکی لاندی ماڼۍ ١١٩٥ مربع متره ساحه نيولی او په ٥ لويو سالونونو متشکل شوی ده چه په وروستی او غټ سالون کښی د امپراطور( جو ايی جوينګ ) تابوت پروت ؤ ٠ په دواړو اړخونو کښی يی ٢ نسبتاٌ وړوکی تابوتونه ترتيب شوی ؤ چه ٢ ملکی يی پکښی ښخی وې ٠ په دی سالون کښی٢٦ بکسونه او قيمتی ډبری او چينی باب هم ورسره ؤ ٠
د( دينګ لينګ ) په نامه د مځکی لاندی دغی ماڼۍ په هواريدو سره زياتو تاريخی اثارو ، بی بها جواهرو ،رنګارنګو وريښمينو منسوجاتو ، جامو ، سره زرو ، قيمتی ډبرو او ظريفه چينی بابو چه شمير يی له ٣٠٠٠ نه زيات ؤ د خلکو سترګی ډکی کړی چه داسی ټولو د( مينګ ) شاهی دوری د هنری صنايعو د مطالعاتو دپاره زيات ارزښت ښودلی دی ٠