د چين په تاريخ کې شپږ ځايونه په مختلفو امپراتوري سلسلو کې د امپراتورانو لخوا د ياپتختونو په توګه ټاکل شوي ؤ ، په دغو ځايونو کې زياتې امپراتوري ماڼۍجوړې شوې ، له دغو ماڼيو څخه د بيجنګ امپراتوري ماڼۍ تر ټولو نه ډيرې ښکلې ، عظيمې او مشهورې ښکاري ٠
د بيجنګ امپراتوري ماڼۍ په چيني ژبه کې د ګوګونګ په نامه په بله ژبه ورته د ممنوع ښار په نامه ياديږي ،د ګوګونګ د ماڼيو د جوړيدو کار په ١٤٠٦ ميلادي کال کې پيل شو او تر ١٤٢٠ کال کې بشپړې شو چې ١٤ کاله وخت يې ونيو٠ د هغه وخت نه وروسته ګوګونګ هم څو څو ځله پراختيا وموندله ٠ ورپسي دا ماڼۍ د ډيرو قصرونو او ښکلو ودانيو څخه جوړشوی يو لوي او ستر تعميراتي ګروپ ګرځيدلی دی ٠ تر اوسه پوري هغه څه د پاسه ٥٨٠کاله تير کړی او د چين ٢٤ تنو امپراتورانو په دې ماڼۍ کې شپې ورځې تيرې کړې دي ٠
د ګو ګونګ ماڼۍ عمومي مساحت ٧ لکه او شل زره مربع متره او څه دپاسه ٩٠٠٠ قصرونه او ودانۍ لري ، د ګو ګونګ ماڼۍد مربع ديوال په وسيله چاپيره شوې ده٠ د ديوالونو لوړوالی يې لس متره دی او د ديوال په بهر کې يو رود شته چې ٥٢ متره پلنوالی لري او ماڼۍ يې هم چاپيره کړې ده ٠د ګو ګونګ په څلورو کونجونو کې په جلا جلا توګه څلور برجونه ولاړ دي چې پخوا د ګو ګونګ د ماڼۍ شاهي ساتونکي پوځيانو په دغو برجونو کې د څارنې دنده اجراکوله ٠
د ګو ګونګ په نامه ماڼۍ په دوو برخو ويشل شوي دي ، د ماڼۍ مخکيني برخه د دريو لويو قصرونو څخه جوړه شوې ده ،پر دغو دريو ماڼيو باندې په جلاجلا توګه د
تاي خه ، جونګ خه او باو خه نومونه کيښودل ٠ په پخوانيو امپراتوري دورو کې کله چې امپراتور پر شاهي تخت باندې د کيښيناستلو ، د واده کولو او د ملکې د ټاکلو په درنو مراسمو کې ګډون کاوه حتمأ به په دې ماڼۍ کې مراسم پرځای کيدل٠ د تای خه په نامه ماڼۍ ٣٥ متره لوړوالی لري او مساحت يې ٢٣٧٠ مربع مترو ته رسيږي ٠ دا ماڼۍ د ګو ګونګ په ماڼيو کې تر ټولو نه لويه ماڼۍ ده ، د دې ماڼۍ په منځ کې د امپراتور شاهي تخت پروت دی ٠
د جونګ خه په نامه ماڼۍ تر تای خه مانۍ لږ څه کوچنۍ ښکاري ، پخوا دا ماڼۍ په کومو درنو مراسمو کې د ګډون دپاره د تای خه ماڼۍ ته د تګ په لاره کې د امپراتورلخوا د دمه کولو ځای و ،
دريمه ماڼۍ د باو خه په نامه ياديږي ٠ دا يوه لويه ماڼۍ هم ده ، پخوا امپراتور په دې ماڼۍ کې د ښادۍ او خوشالۍ وړ ورځو د نمانځنې دپاره د خپلو وزيرانو او لوړه رتبه مامورينو سره يو ځای ميلمستياوې ترتيبولې ٠ دغه راز امپراتور هم په دې ماڼۍ کې د بااستعداده کسانو د انتخابولو دپاره امتحانونه جوړول ٠ په امپراتوري زمانو کې په چين کې داسي امتحاني سيستم موجود و چې که چيرې کوم تعليم يافته سړي په ښاري او ولايتي امتحانونو کې ښه نمره ترلاسه کوله نو هغه ته به فرصت ورکول کيده چې د امپراتور په حضور د باو خه په ماڼۍ کې امتحان ترسره کړي ، که هغه بيا هم ښه نمره ترلاسه کوله نو امپراتوربه هغه ته ماموريت ورکاوه ٠
د نوموړو دريو ماڼيو ترشا ټولو قصرونه او ودانۍ د امپراتورشاهي کورنۍ د غړو
لخوا په کار اخيستلې کيدې چې په چيني ژبه کې خو ګونګ بلل کيدې ٠ امپراتور، ملکه او د امپراتور نورې ښځې او ماشومان په دغو ماڼيو کې اوسيدل ٠
د خو ګونګ ماڼيو څخه د چيان چينګ په نامه ماڼۍ د امپراتورد خوب خونه وه او په ١٤٢٠ کال کې جوړه شوه ، امپراتور کله کله په دې ماڼۍ کې کورنې ميلمستياوي ترتيبولې ٠ د خو ګونګ ماڼۍ په وروستنۍ برخه کې يو لوي باغ دی چې مساحت يې دوولسو زرو مربع مترو ته رسيږي ،. دا ځای پخوا د امپراتور او د ده د کورنۍ د غړو د ساعت تيري او تفريح ځای و٠ په دې باغ کې جګې جګې ونې ، ښکلي ګلان قيمتي بوټي او وداني ليدل کيدې ٠ البته په پخوانيو فيوډالي ټولنو کې په هيڅوجه عامو خلکو ته اجازه نه ورکول کيده چې دې باغ ته ننووځي ٠ خو نن ورځ نه يوازي دا باغ بلکې ټولې ماڼۍ د چينايانو او بهرنيو شخصيتونوپرمخ پرانيستل شوې دی چې ننووځي او سيل يې وکړي ٠