د افغانستان د جمهوررئيس د انتخاباتو د ترسره کيدو دپاره د رايی ورکوونکو ثبتيدل د اګيسټ په لومړی نيټه په اساسی توګه پای ته ورسيدل چه له قانونی رايی ورکوونکو څخه په سلو کښی نوی برخو خپل نومونه ثبت کړيدی٠ دوی به د اکتوبر په نهمه نيټه د جمهوررئيس په انتخاباتو کښی رايی ورکړی٠ له دی څخه څرګنديږی چه د افغانستان د عمومی انتخاباتو په مقدماتی کارونو کښی يو بل لوی ګام پورته شويدی٠
د جګړې له امله زيات کلونه کيږی چه په افغانستان کښی د وګړو سرشميرنه نده ترسره شوی٠ د رايی ورکوونکو د وروستنی ثبتيدو نه مخکښی مربوطو شخصيتونو دا اټکل کړی و چه اوس په افغانستان کښی نهه مليونو اته لکه تنه رايی ورکوونکی قانونی حق لری٠ د ملګرو ملتو د تازه احصايی له مخی ، اته مليونو اووه لکو قانونی رايی ورکوونکو خپل نومونه ثبت کړی چه له دې جملې څخه ښځې په سلو کښی يو څلويښت برخه نيسی٠ دا غيرمنتظره ده چه د رايی ورکوونکو د ثبتيدو ميزان دومره لوړ دی، نو له دی امله د نړيوالو هغه انديښنه په اساسی توګه ليری شويده چه ګمان يی کاوه چه د افغانستان په عمومی انتخاباتو کښی د رايو ورکولو ميزان به ډير ټيټ وی ٠ د ملګرو ملتو نطاق داويد سينګ د اګيسټ په لومړی نيټه په کابل کښی په يوه مطبوعاتی غونډه کښی وويل : داچه په عمومی انتخاباتو کښی د ګډون کولو په برخه کښی د افغانستان د رايی ورکوونکو ليوالتيا دومره لوړه ده، د حيرانتيا وړ ده ٠ په انتخاباتو کښی د رايی ورکوونکو د فعال ګډون په اثر د افغانستان د انتقالی حکومت مامورين ډير خوشحاله شويدی، د افغانستان د انتقالی اسلامی دولت د رئيس نطاق جاويد لودين وويل چه دا د برياليتوب او قانونی انتخاباتو په لور لومړی ګام ګڼل کيږی٠
د تازه احصايی له مخی ، د افغانستان په شمالی، لويديځه او منځنی برخو کښی د رايی ورکوونکو ثبتيدو ته تود او فعال ځواب ورکړ شويدی٠ د هغو ځايونو محلی مشرانو او حتی هغو شخصيتونو چه د حامد کرزی لخوا د قوی مرکزی حکومت له جوړولو سره مخالفت کوی، هم په فعاله توګه د دوی ملاتړ کوونکی دی ته تشويق کړل چه خپل نومونه ثبت کړی٠ تر اوسه پوری په زياتو ځايونو کښی د رايی ورکوونکو ثبتونه پای ته رسيدلی ده ٠ خو د افغانستان په جنوبی او جنوب ختيځو سيمو کښی چه پښتانه پکښی اکثريت تشکيلوی، د رايی ورکوونکو د ثبتيدو پرمختګ ورو ورو ؤ٠ د ملګرو ملتو مامورينو وويل چه تر اوسه پوری د جنوبی افغانستان د پنځو ولايتونو له يو مليونو پنځوسو زرو رايی ورکوونکو ٍڅخه څه نا څه يو پر دريمې برخې لا هم خپل نومونه ندی ثبت کړی، اټکل کيږی چه هلته د رايی ورکوونکو ثبتونه به نورې څو اوونې ونيسی ٠
دا عمومی انتخابات د افغانستان په تاريخ کښی د جمهوررئيس لومړی ځل مستقيم انتخابات دی او په ٢٠٠١ کال کښی د امريکې لخوا د طالبانو د رژيم د تر پښو لاندی کولو نه وروسته د افغانستان د خلکو دپاره له ديموکراتيک حق څخه لومړی ځل برخوردار کيدل هم ګڼل کيږی چه ستر اهميت لری٠ د جولای په ٢٦ نيټه د افغانستان د جمهوررئيس د کانديدانو د نومونو ثبتيدل پای ته ورسيدل، د اعلان له مخی، د حامد کرزی په شمول ٢٣ تنه کانديدان به د اکتوبر په نهمه نيټه د جمهوررئيس د انتخابيدو په سيالی کښی برخه واخلی٠ له وروستيو وختونو راهيسی امريکې او متحدينو يی يو په بل پسی دا څرګنده کړه چه د افغانستان د عمومی انتخاباتو د ترسره کيدو دپاره له هغه هيواد سره نورې زياتې مرستې وکړی٠
دا چه اوس د افغانستان د امنيت حالات ارام ندی، د عمومی انتخاباتو دپاره ډير سخت تهديد او ګواښ ګڼل کيږی٠ د طالبانو ماتی خوړلی ډلګيو وويل چه د عمومی انتخاباتو مخه به ونيسی، دوی به په پرله پسی توګه په افغانستان کښی د خارجی هيوادونو د امدادی سازمانونو پر کارکوونکو باندی حملې کولې، د افغانستان په جنوبی او جنوب ختيځه سيمو کښی به يی تروريستی فضا رامنځ ته کوله او د افغانستان امنيت او ثبات به يی ورانول ٠ د عمومی انتخاباتو د نيټې د رارسيدو سره سره طالبان لا هم بيا بيا د عمومی انتخاباتو پر کارکوونکو، خارجی امدادی پرسونلو او حکومتی مامورينو باندی تروريستی حملې کوی چه په نتيجه کښی لږ تر لږه نهه تنه مربوط کارکوونکی مړه شويدی٠ نو له دی امله د امنيت او ثبات ساتل د افغانستان د عمومی انتخاباتو د پروخت ترسره کيدو دپاره د کلی اهميت لری
عکس: د رای ورکوونکود نومونو د ثبتولوکار پای ته ورسيد٠