د چين د بين المللي راډيو د خبريال د خبر له مخې د هند او پاکستان حکومتي مامورينو په دريمه نيټه په نوي ډيلي کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د پرمخبيولو په باب په دوه ورځنيو خبرو اترو پيل وکړ ٠ دواړه خواوي به په عمده توګه د دواړو هيوادو د ولسونو د منځني پوهنې د پياوړتيا د څرنګوالي ، د علمي او تخنيکي ، د ځوانانو د چارو او د سپورت په سا حو کې د دواړو هيوادونو ترمنځ د دوستانه تګ راتګ د مسئلو په باب بحث وکړي او امکان هم لري چه دواړه خواوي به د دواړو هيوادو د اتباعو د ويزې د محدوديت د لغوه کولو او د دواړو هيوادو د خبريالانو ، کارپوهانو او سيلانيانو د ويزي د اړ وندو کارونو د ساده کولو په باب مشوره وکړي ٠
|