د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی، په افغانستان کښی د امريکې پوځ د اګيست په دريمه نيټه په يوه بيانيه کښی وويل چه د افغانستان پوځ په دوهمه نيټه د افغانستان او پاکستان په جنوب ختيځه سرحدی سيمه کښی د طالبانو له يو شمير مظنونو کسانو سره شديده جګړه وکړه او د طالبانو څلويښت يا پنځوس تنه مظنون کسان يی په ډزو سره ووژل٠
په بيانيه کښی ويل شوی چه د همدې ورځې غرمه د طالبانو څه نا څه يو سلو تنو مظنونو کسانو د هاوانونواو راکټونو په وسيله د افغانستان پر پوځ باندی حمله وکړه او ورپسی افغانی پوځ د امريکې پوځ تر هوايی حمايې لاندی ځوابی حمله وکړه