د سينهوا اژانس د خبر له مخې د هند د اطلاعاتو ، راډيو او کلتور د وزارت او د پاکستان د توريزم او کلتور د وزارت سکرترانو د اګيست په ٤ نيټه په نوي ډيلي کې د دوه ورځنيو خبرواترو نه وروسته وويل دواړو خواوو له دې سره موافقه وکړه چې د هنر ، کلتور ، پوهنې ، ساينس ، تکنالوجي ، سپورت ، اطلاعاتو او توريزم په برخو کې خپل منځي تبادله او همکاري پراخه کړي ٠ دواړو خواوو په يوه ګډه اعلاميه کې وويل دواړو خواوو هم د پاسپورت د ويزه کولو په شمول د نورو مسالو په باب بحث وکړ٠
|