<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-05 22:10:18    
له چمنونواو دښتو څخه راغلی د سره زنبق ګل

cri

د تير کال په پای کښی د چين په مرکزی تلويزونی سټيشن کښی د سارس له ناروغۍ سره د مجادلې په باب يو سريال خپور شو او کيسې يی د چينائيانو په زړونو کښی ځای ونيو ٠ د دی سريال عمده ښځينه لوبغاړی د چين د منګوليا په قوم پوری اړه لری چه ساژنا نوميږی٠

ساژنا په منګوليايی ژبه کښی د سره زنبق د ګل معنی لری٠ هغه د شمالی چين د داخلی مغولستان په پراخه دښته کښی وزيږيدله او وده يی وکړه او دا پراخه دښته د نوموړی د ژورو احساساتو د ودې او روزلو سره مستقيمی اړيکی لری٠ که څه هم څه دپاسه لس کاله کيږی چه ساژنا په بيجينګ کښی ژوند کوی، خو تر اوسه پوری بيا هم د لوی ښار له ژوند سره دومره عادت نه لری٠ ساژنا په ١٩٨٥ کال کښی د ازموينې ورکولو له لاری د شانګهای د ډرامې په پوهنځی کښی داخله او په ١٩٨٩ کال کښی له دی پوهنځی څخه فارغه شوه چه له هغه وخت راهيسی هغه د چين د کارګرو د ملی اتحاديې په هنری هئيت کښی د لوبغاړی دنده په غاړه لری٠ په ١٩٩٦ کال کښی د تلويزيونی فلم د اخيستلو دپاره ساژنا بيرته د خپلې پراخې دښتې د سيمې کور ته بيرته ولاړه او د ډيرې ځوشحالۍ په اثر يی له سترګو څخه يی اوښکې توې شوې٠ له پراخو چمنونو او دښتو سره طبيعی مينه د ساژنا پر هنری لارې باندی ژوره اغيزه اچوی٠ هغې د چمنی دښتو د مالدارانو د ژوند په باب څو تلويزيونی ډرامو او فلمونو کښی ډير ښه هنر ننداری ته وړاندی کړی او نندارچيانو ته يی ژور خاطرات پريښودلی دی٠

دغه راز ساژنا د کليو او بزګرو په باب يو شمير فلمونو او تلويزيونی ډرامو کښی د کليوالی ښځو رول هم لوبولی دی٠ مثﻵ په ١٩٩٥ کال کښی هغې << د نيو يو چن ونې>> په فلم کښی د نيو يو چن رول ولوباوه٠ نيو يو چن د ټولنيز ژوند يوه واقعی ښځه ده چه د شمالی چين د شان سی ولايت په کليو کښی ډير شهرت لری ٠ هغې له لس ګونو کالو راهيسی د هوانګ تو په لوړی کښی د ونو د نيالګيو پر ايښودلو باندی ټينګار کړی او د لوڅو غرونو د سمسورولو دپاره يی وتلی کارنامې قايمې کړيدی ٠ ساژنا د احترام وړ نوموړی ښځې د رول د ښه لوبولو دپاره د نيو يو چن په ساده کور کښی واوسيدله او د دوو اوونيو دپاره يی له نيو يو چن سره يو ځای ژوند او کار کاوه چه د فلم د اخيستلو دپاره يی قيمتی تجربې په لاس راوړې٠ د ساژنا دی هنری زيار او زحمتونو ته ډير ښه ځوابونه ورکړ شول يعنی د نوموړی فلم له ښودل کيدو نه وروسته هغه د ډيری ستاينې وړ وګرځيده چه په نتيجه کښی يی څو مدالونه او جائزې ترلاسه کړی٠ کله چه ساژنا دغه زيری خپلې مور ته ورکاوه، مور يی وويل چه ای لورې ! دا ستا د لسو کالو د کوششونو نتيجه ده ، زه ستا له دی زيار څخه پوره خوشحاله يمه، خو ته بايدمغروره نشی ، بايد خپل کمينوالی وساتی او د دښتو اوچمنونو د خلکو دپاره لا زيات افتخار ترلاسه کړی٠

ساژنا د ننداری هر فرصت ته په درنه سترګه ګوری او په دقيق کوشش سره هر رول لوبوی٠ هغې وويل چه دا زما طبيعی خصلت دی، هر کله چه هغه د فلم اخيستلو د کامرې په وړاندی دريږی، سمدلاسه او په پوره طاقت سره خپل ځان د هنر په هماغه اصلی قالب کښی اچوی٠ د هغې په قول دا يو ډول د خوښۍ او خوشحالۍ وړ کار دی چه په خبرو نشی څرګنديدای٠ د << چينی سپوږمۍ>> په نامه فلم کښی ساژنا د يوې زيارکښې مهربانې او بی تکلفې کليوالی ښخې څيره وښودله چه نندارچيانو د دی فلم له کتلو نه وروسته ورته افرين ووايه٠ هغې په يوه بل فلم کښی د چين د يوې مشهورې پروفيسرې رول ولوباوه٠ کله چه د دې پروفيسرې شاګردانو د دی فلم له کتلو څخه وروسته د لوبغارې ساژنا سره کتنه کوله، د دوی سترګې د خوښی له اوښکوڅخه ډکې شوې او ساژنا ته يی وويل چه تاسی زمونږ د استازې غوره اخلاق او په زړه پوری کارنامې نندارچيانوته ښودلې دی، مونږ د زړه له کومی ستاسی مننه کوو٠ هغې د << دن سياو پينګ >> په نامه فلم کښی د چين د پخوانی مشر او د اصلاحاتو او ورخلاصون د عمومی طراح دن سياو پينګ د لور رول ولوباوه، د دن سياو پينګ خپلوانو د هغې هنری مهارت تائيد کړ او افرين يی ووايه ٠ له څو کالو راهيسی، ساژنا څو څو ځله د چين د فلم او تلويزونی ډرامو په حلقه کښی جائزې ترلاسه کړېدی٠

ساژنا د چين د مرکز بيجينګ د لويديځې ښاری سيمې د ولسی کانګرس نماينده هم ده٠ د انتخاباتو نه دمخه، هغې د نماينده ګانو د يوې کانديدې په حيث انتخاب کوونکو ته وويل چه زه زمونږ د سيمې يوه عادی اوسيدونکی يمه ، پخوا د چين يو شمير بيوزلو سيمو ته لاړم او نيستمنو خلکو ته می يوه اندازه پيسی او مالونه د بسپنې په توګه ورکړل٠ خو زما يو کسيز طاقت کمزوری دی، ټوله ټولنه بايد له بيوزلو سيمو او نيستمنو خلکو سره د مرستې دپاره کوششونه وکړی٠ که تاسی پر ما باندی اطمينان ولری، زه به تر وسی پوری خپل حتمی کارونه وکړم او د يوې ولسی استازی په حيث به په ښه شان سره خپل ماموريت ترسره کړم، که داسی نه وم، تاسی هر وخت وکولای شی چه ما ليری کړی٠ په نتيجه کښی ساژنا د ولسی استازی په حيث انتخابه شويده، هغه تل د خپلې وعدې وفا کوی ، کله کله د ښاريانو د اوسيدو سيمو ته ځی ، د دوی ارزو او غوښتنې اوری او د عامه غوښتنو څيړنه کوی او په رښتيانی توګه د ولسی استازی سپيڅلی دنده ترسره کوی٠