د سې ار اي راډيو د خبريال د خبر لمخي په کشمير کي د سياچين د يخچال په باب د هند او پاکستان ترمنځ خبرې اترې پيل شوې او د هند د ملي دفاع د چارو سکريتر اجاي سينګ او د پاکستان د ملي د فاع د چارو سکريتر حامد نواز خان به د سياچين د يخچال په سيمه کي د اوربند د ټينګتيا او د دواړو خواوو د ميشته شويو عسکرو د کمښت په باب بحث وکړي او د اټکل لمخې به د رواني مياشتې په شپږمه نيټه د خبرو اترو نه وروسته يوه ګډه اعلاميه خپره شي ٠
دا د ١٩٩٨ کال راهيسې د هند او پاکستان د ملي دفاع د چارو د سکريترانو ترمنځ د سياچين د لاينحلې مسئلې په باب لومړني خبرې اترې دي ٠ د نوي ډيلي د عامه افکارو په نظر د نوموړو خبرو اترو بيا پيل د هند او پاکستان ترمنځ د هراړخيز ديالوګ څخه يوه برخه ده او د دواړو خواوو ترمنځ د متقابل اعتماد د ټينګتيا دپاره يو مهم اقدام هم دی چه د دواړو هيوادو ترمنځ د سوله ايز بهير د ادامې او د متقابل اعتماد د پر له پسې ټينګتيا دپاره يي ښه فضا برابره شويده ٠ د پاکستان نماينده حامد نواز خان نوي ډيلي ته د رسيدو نه وروسته وويل چه د پاکستان حکومت د سياچين د يخچال د لاينحلې مسئلې په هکله د خبرو اترو په مقابل کي فعاله او صريحه رويه لری ٠ د هند حکومت نوموړو خبرو اترو ته هم زياته توجه ورکوي او د څلورمې نيټې په مازيدګر د صدراعظم سينګ تر رياست لاندي په کابينه کي د امنيتې کميټې ځانګړي غونډه جوړه شوه او د خبرو اترو د مشخص پلان د جوړولو په باب بحث وشو ٠
مخکي له دې نه د سياچين د يخچال په باب د خبرو اترو اته پړاوونه تر سره شوي ، خو هيڅ موافقه يي نده رامنځته شوې ٠ په خبرو اترو کي هند د سياچين د واقعي زمکني کرښې په اړه په برخه ايزه سيمه کې د اوربند د تطبيق او د متقابل نظارت د نظام د جوړولو غوښتنه وکړه ، پاکستان دا أرزو درلوده چه د دواړو خواوو فوځونه بايد د ه اوربند د هغې کرښې نه بهرنې ځاي ته وايستل شي چه په ١٩٧١ کال کې ټاکل شوي وو ٠ د دواړو خواوو ترمنځ د اختلافونو سرچينه د سياچين واقعي زمکني کرښې په هکله د دواړو خواوو پيژندنې بيلې دي ٠ هند د سياچين د يخچال په سيمه کي عمده درې کنترولوي او د پاکستان په نسبت ګټور موقعيت لری ، نو هند دا نظر لری چه دغه کرښه بايد په خپل حال وساتل شي ، خو پاکستان تل د هند لخوا منل شوي کرښه نه پيژني او دا نظر لری چه دغه کرښه بايدد اوربند د کرښې نه ختيځ ته يعني د قراقرم درې ته اوږده شي ٠
د سياچين يخچال د کشمير په شمال کي پروت دی چه اوږدوالی يي اتيا کيلومتره او مساحت يي درې زره مربع کيلومتره دي او په اسيا کي لومړني لوي يخچال دی ٠د ١٩٨٤ کال د اپريل په مياشت کي د هند فوځ دغه يخچال او شاوخواوو لوړو ځايونو ته او په عين وخت کي د پاکستان فوځ هم دې يخچال ته نژدې درو ته ورسيدل چه له دي نه وروسته په دي يخ ځاي کي د دواړو فوځونو ترمځ شخړې په پر له پسي ډول وشوې ځکه چه دغه ځاي ستر ستراتيژيکي اهميت لری ٠
واقعأ نوموړي يخچال ته د دواړو هيوادو د فوځونو د داخليدو نه لږه موده وروسته دواړه خواړې په دي ښه پوه شوې چه د متقابلې مخامختيا او شخړې له امله ډيره غټه بيه پري کړي ، نو و يي غوښتل چه د خبرو اترو له لاري دغه بي مانا شخړه پاي ته ورسوي يا لږ تر لږه دا سيمه په غير نظامي سيمه بدله کړي ، خو ددوي کوششونو کوم واقعي پرمختګ ندي تر لاسه کړې ٠ د تير نوامبر د پنځه ويشتمې نيټې له نيمې شپې نه د هند او پاکستان ترمنځ د لاسليک شوي موافقتنامې لمخې د دواړو خواوو ترمنځ د کشمير د بين المللي سرحدونو ، د کنترول واقعي کرښې او د سياچين د واقعي زمکنې کرښې په اړه د يو زرو اته اتياو کيلومترو په مساحت سيمه کي اوربند ترسره شويدی ، مګر په دې سيمه کي د دواړو خواوو عسکر لا تر اوسه ميشته دي ٠ د کتونکو په نظر د هند او پاکستان ترمنځ ژور اختلافات د اوږدې مودې راهيسې رامنځته شويدي او د کشمير په سيمه کي د دواړو هيوادو د ستراتيژيکي ګټو هماهنګی مشکل کار دی ، نو دا د واقعيت څخه وتلي خبره ده چه په لنډه موده کي د نيمې پيړۍ دښمني او نې اعتمادي په پوره توګه ليري شي ٠ سره له دې چه د هند او پاکستان دواړو حکومتونو ډير ستر صداقت ښودلې دی ، خو د خبرو اترو په بهير کي دواړه خواوې د دولتي امنيت او زمکني تماميت په شمول د اساسي ګټو په هکله سازش نشي کولی ، نو ځکه نړيوال بايد د خبرو اترو د أيندې دپاره له حده زياتې خوشبيني ته په زړه کي ځاي ور نه کړي ٠