د سي ار اي راډيو د خبر لمخې د پاکستان د انتقالي حکومت صدراعظم چودري شجاعت حسين د روانې مياشتې په شپږمه نيټه وويل چه اوس د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د حل و فصل ډير ښه فرصت دی ٠ چودري شجاعت حسين د هند د يوي مجلې د خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چه اوس د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې د پيل کيدو احتمال نشته ، نو دواړه هيوادونه بايد ژر تر ژره د پخوانيو اختلافونو د پريښودلو دپاره کوشش وکړي او د خبرو اترو له لارې دي خپل منځې شخړي ليري کړي ٠ پاکستان غواړي چه د هند سره د کشمير د مسئلې په شمول د ټولو لاينحلو مسئلو د حل و فصل دپاره خبري وکړي ٠ چودري شجاعت حسين زياته کړه چه د دواړو خواوو ترمنځ سوله ايزې خبرې اترې په مثبت لور پرمختګ کوي او هغه د خبرو اترو په کاميابيدو پوره اطمينان لري ٠