<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-06 20:56:48    
د چين مذهبی معلومات

cri

ګرانو دوستانو ، تاسو ته معلومه ده چه د اسلام مقدس دين ، بودايی دين او مسيحی مذهب په نړۍ کښی ٣ لوی اديان بلل کيږی او د دغو ٣ اديانو پيروان په چين کښی هم زيات دی ٠ خصوصاٌ بودايی دين چه اصلی وطن يی هند دی په چين کښی زياته پراختيا موندلی ده ٠

اٌن د ميلاد نه ٦ سوه کاله دمخه بودايی دين په هند کښی رامنځ ته شوی او د ميلاد نه ٢ کاله مخکښی چين ته خپور شوی ؤ او له دی نه وروسته يی په ٥ سوو کالو کښی زياته پراختيا موندلی وه ٠

د ٥ می ميلادی پيړۍ نه تر ٩ می پيړۍ پوری په ٤ سوو کالو کښی يعنی د چين د ( شوی ) او ( تانګ ) په ٢ شاهی دورو کښی بودايی دين او د چين ٢ اصلی او عنعنوی مفکوری يعنی تاويست او کانفيوسيالستی مفکوری د چين د امپراطورانو له خوا ومنل شول چه په دی وجه بودايی دين په چين کښی د امپراطورانو په حفاظت او پاملرنی زياته پراختيا وموندله او د وخت په تيريدو سره دغه هندی دين ورو ورو د چين د عنعنوی مفکوری په پيوستون ځانته په چينی خاصيت لرونکی بودايی دين تبديل شو ٠ په تيره بيا د تبت په سيمه کښی بودايی دين د تبت د قومی مذهب په حيث ومنل شو ٠ نو په دی صورت کښی بودايی دين د چين په اوږده فيوډالی دوره کښی چه څه دپاسه ٢٠٠٠ کاله تاريخ يی درلود د چين د فلسفو ، اخلاقو ، ادابو او دودونو دستورونو په شمول بيلا بيلو ساحو کښی زياتی اغيزی کړی وی ٠

په چين کښی يو په زړه پوری افسانوی کتاب ډير مشهور دی چه لويديځ ته سفر نوميږی ٠ دغه کتاب د خپل موجوديت نه راهيسی په چين کښی د ټولو زړو وړو له خوا خوښ شوی او د زياتو زړه پورو فلمونو او اوپراګانو په شکل هم خلکو ته وړاندی شوی دی ٠ په دی کتاب کښی ليکل شوی چه د ( تانګ )په شاهی دوره کښی امپراطور (تای جونګ )د بودايی اصلی احکامو د مقدس کتاب د اخستلو دپاره راهب هيوان سان هند ته وروليږه ٠ د چين له مرکز چانګ ان نه تر هند پوری لاره ډيره اوږده وه او په دی اوږده او پيچلی لاره کښی د زياتو غرونو ګړنګونو له ستونزو او خطرنونو نه علاوه بلاګانی او شيطانان هم زيات ليدل کيدل ٠ دغه شيطانان او بلاګانی چه خبر شول راهب هيوان سان به ژر ددوی له قلمرو نه تيريږی ډير خوشحاله شول ٠ ځکه چه ددوی په عقيده د راهب هيوان سان د خوړلو نه وروسته به خپل ځانونه د تل دپاره ژوندی وساتی ٠ نو دوی تر خپلی وسی پوری کوشش وکړ چه راهب هيوان سان ونيسي او ويی خوری ٠ خو د راهب هيوان سان ٣ وفادارو شاګردانو چه د بودايی رب النوع له خوا د راهب سره د مرستو دپاره مؤظف شوی ؤ وار په واره به يی د دغو شيطانانو او بلاګانو د جادو او طلسم هر راز ټوټکې ماتولې او خپل استاذ به يی له بی شميرو خطرناکو حالاتو نه بچ ساته ٠ په دی توګه راهب هيوان سان روغ رمټ پاتی شو او په خيريت سره هند ته ورسيد ٠ مقدس کتاب يی واخست او په اٌمن سره يی خپل وطن ته راوړ ، په دقت سره يی په چينايی ژبه ترجمه کړ او بيا يی خلکو ته واوراوه ٠ که څه هم دا يوه افسانه ده خو دغه افسانوی کتاب د يوی هنداری په توګه د چينی بودايی دين پرمختګ ښه منعکس کړی دی ٠ په ريښتيا د چين په لرغونی تاريخ کښی د راهب هيوان سان کيسه داسې راغلی چه په چين کښی يی د بودايی مذهب د ودی دپاره ستر خدمت ترسره کړی ؤ ٠ دغه شان دهيوان سان غوندی نور يو شمير نامتو او ممتاز راهبان هم ليدل کيدل چه په چين کښی يی د بودايی مذهب د پراختيا دپاره خپل ټول عمر وقف کړی و ٠

خلک وايی – هر چيرته چه غرونه ولاړ دی همهلته به معبدونه ليدل کيږی چه دا دچينی بودايی عقيدی يو خصوصيت دی ٠ په چين کښی په تيره بيا د هان قوم په سيمو کښی نامتو او لوی معبدونه عموماٌ د خلکو له شور ماشور نه په لری غرنی سيمو کښی جوړ شوی دی ٠ مثلاٌ ( اۀمی شان ) غرونه ،( وو تای شان ) غرونه ،( سونګ شان ) غرونه ، ( تای شان ) غرونه او ( وو دانګ شان )غرونه ٠ او ( اه می شان ) ، ( جيو هوا شان ) ، ( پو توه شان ) او ( وو تای شان ) دغه ٤ غرونه د چين په بودايی فعاليتونو کښی ډير شهرت لری ٠ د غرونو دغه ښکلی سلسلی د چين د مرکزی سيمو په بيلا بيلو ولايتونو کښی واقع دی چه باعظمته او با شوکته معبدونه د غرونو په شنو لمنو او د لرغونو ځنګلونو تر يخو او پراخو سيوريو لاندی اباد شوی او د تاريخ په اوږدو کښی زيات بودايی فعاليتونه پکښی ترسره شوی او پرځاي شوی دی ٠ په دی فعاليتونو کښی نه يوازی راهبان ګډون کوی بلکی زيات پيروان يی هم راځی ٠ علاوه په دی زيات خارجی راهبان هم د عبادت کولو دپاره پکښی راغونډيږی ٠ دلته د ذکروړ خبره دا ده چه په دغو معبدونو کښی اکثر راهبان په چينی بوکس کښی چه نړيوال ورته ګونګ فو وايی ډير تکړه دی ٠ دغه چينی بوکس په معبدونو کښی د لويو راهبانو له خوا نسل په نسل په ميراث ساتل شوی دی چه تر اوسه د چينی ملت دپاره يوه قيمتی شتمنی بلل کيږی او د تير تاريخ نه راهيسی د ګونګ فو په باب زياتی خوندوری او په زړه پوری کيسی هم د خلکو په منځ کښی پاتی شوی دی او خارجی ميلمنو ور ته قوي توجه ښودلی ده او دوی د ګونګ فو د زده کړی دپاره چين ته راغلی او راځی ٠

محترمو دوستانو ، که څه هم اوس چينايی راهبان عموماء د خلکو نه په لری سيمو کښی اوسيږی خو دوی د نورو مذهبی پيروانو په شان د زړه له کومی هيله لری چه وطن يی په استقرار او ثبات کښی وساتل شي اوخلک نيکمرغه ژوند ترلاسه کړی ٠ دوی غواړی چه د خپلو مذهبی فعاليتونو د پرځای کولو له لاری دنيا په يوه پاک او ښايسته محيط بدله کړی چه جرمونه او ظلمونه پکښی موجود نه وی

عکس : لويديځ ته  افسانوی سفرونه٠