رمز – د مونږ او اوريدونکی د خپرونی ډيرو قدرمنو اوريدونکو ، اسلام وعليکم ! زه عنايت الله رمز او زه وانګ اين خه دا دی د يوی اونی په تيريدو سره بيا ستاسو په خدمت کښی يو ٠ هيله ده چه د خپرونی تر پايه پوری له مونږ سره واوسی ٠
وانګ – د تيري اونی په خپرونه کښی مو د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ د راډيويی سيالی يوه خبرتيا خپره کړه چه نوموړی خبرتيا د خپلو ګرانو اوريدونکو د لا پوهاوی په خاطر يو ځل بيا د ليکونواو ځوابونو په پای کښی خپرو ، ترڅو زمونږ ګران اوريدونکی پکښی پوره برخه واخلی او پخپل ګډون سره زمونږ دا سيالی نوره هم رنګينه کړی ٠
رمز – اوس به لومړی ليک راواخلو ٠
دا ليک د افغانستان د کندهار ولايت څخه د سی ار ای دايمی اوريدونکی ښاغلی سميل زی ابراهيمی رااستولی دی د سلامونو نه وروسته پخپل ليک کښی داسی زياتوی : کله چه می څه نا څه دوه مياشتی دمخه د ١١ تنو چينايی کارکوونکو د وژنی خبر واوريد نو بی حده خفه او خواشينی شوم ،ځکه دا يو غير انسانی ، غير افغانی اوغير بشری عمل ؤ ، چين تر ټولو نه د افغانستان يو ښه ګاونډی هيواد دی او په تيرو ٢٥ کالو کښی يی ځان د افغانستان د کورنی جګړی څخه بی طرفه ساتلی دی او د هيڅ يو ګوند او ډلی پوځی ملاتړ يی نه دی کړی ٠ دا يو حقيقت دی چه چين په تيرو ٢٥ کالو کښی د افغان ولس سره خپلی بشری مرستی کړی او کوی يی ٠ نو زه د يوه افغان په صفت دا
عمل په کلکه غندم او عاملينو ته يی د سختی سزا غوښتونکی يم ٠
وانګ –د سميل زی ابراهيمی صاحب سلامونو ته وعليک وايو او هيله ده چه د خپرونی په بډاينه کښی خپلی سلا او مشوری له مونږ څخه و نه سپموی دغه رازد افغانستان د بغلان او کندز د سړک جوړولو د پروژی د چينايی انجينرانو او کارګرانو د وژنی له امله چه څه دپاسه ٢مياشتی دمخه د افغانستان د خلکواو دولت د دښمنانو په لاس وشوه ددوی د ډاډګيرنی او غم شريکی نه مننه کوو ٠ هيله ده چه د تل په شان خپل ليکونه مونږ ته راواستوی ٠ دلته د يادولو وړ خبره دا ده چه که چيری ګران اوريدونکی زمونږ له خوا په ورليږل شويو پوستی پاکټونو کښی بيرته مونږ ته ليک رااستوی نو د پوستی ټکټونه دی ور باندی نه لګوی ځکه زمونږ ورليږل شوی پاکټونه ددی دپاره دی چه اوريدونکی مونږ ته د ليکونو په رااستولو کښی اضافی لګښت يا پوستی خرچه و نه کړی ٠ اوريدونکی کولای شی په نوموړو پاکټونو کښی چه زمونږ راډيويی پته ور باندی ليکل شوی ده په وړيا توګه خپل ليکونه راواستوی ٠
رمز – د کرم ايجنسی صده بازار څخه هر يو غزنی مستنخی يار منګل ، جاويد منګل ،شفيع محمد مقبل ، حکيم محمد مقبل او سخی محمد مقبل په ګډه دا ليک رااستولی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او د خپرونی د ستايلو تر څنګ يی ددی هيله هم کړی ده چه غواړو له تاسو سره قلمی اړيکی وساتو او وايی چه دا زمونږ لومړی ليک دی ٠
وانګ – مونږ ډير خوشحاله يو چه نوی دوستان مو وپيژندل او مونږ به نور زيات کوشش وکړو چه لا زيات نوی دوستان پيدا کړو او ور سره قلمی اړيکی
وساتو ٠ ډيره مننه ٠
رمز – دا بل ليک هم د کرم ايجنسی د ګالی له کمپ څخه د سی ار ای د کلب صدر حضرت ولی منګل له خوا رارسيدلی دی ، پخپل ليک کښی يی زمونږ د خپرونی په هکله ځينی وړانديزونه رااستولی دی ٠
وانګ – حضرت ولی منګل صاحب ته مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايی ، د خپرونی د بډاينی او لاښه توب په هکله يی د وړانديزونو څخه مننه کوو٠ مونږ به کوشش وکړو چه ترخپلی وسی پوری د پښتو خپرونه رنګينه کړو او له دی لاری به د اوريدونکو سره خپله دوستی لا نوره هم ټينګه کړو ٠
رمز – وروستی ليک زمونږ دايمی اوريدونکی او د اريانا پښتو ادبی کلب صدر سيد وارث حنيفی او د کلب نورو غړو هر يوه محب الله الفت، محمد بشير عربزی ، سيد اسلام سيد واحد الله او عزيز الرحمن راليږلی ، او زمونږ د خپرونی ټولو کارکوونکو ته يی د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ د افغانستان د کندز او بغلان د سړک جوړولو په پروژه کښی د هغو ١١ تنو چينايی کارکوونکو د مړينی له امله خواشينی څرګنده کړی ده کوم چه څه دپاسه ٢ مياشتی پخوا د افغانستان د خلکو د دښمنانو په لاس ووژل شول ٠
وانګ – مونږ هم ښاغلی حنيفی صاحب ته ډير ډير سلامونه وړاندی کوو او د چينايی کارګرو د وژل کيدو د پيښی له امله يی د خواشينی د څرګندولو څخه مننه کوو ٠ مونږ هم د افغانستان او چين د خلکو د دښمنانو دا عمل غندو او پوره ډاډه يو چه دا ډول د دښمنی نه ډکی پيښی به د افغانستان او چين ترمنځ د ښو او دوستانه اړيکو په لاره کښی کوم خنډ رامنځته نه کړی او چين به د تل په
شان د خپل ګاونډی هيواد افغانستان په بيا رغاونه کښی ونډه واخلی ٠خوشحاله اوسی ٠