د سين هوا اژانس د خبر له مخی د چين د مسيحی ټولنی ريئسی چاوشنګ جی د اکسټ په ٦ مه نيټه په هانکانګ کښی وويل چه د چين مسيحی ټولنه پوره طاقت لری چه خپله ټولنه ښه اباده کړی ٠ په عين حال کښی مونږ د بهرنيو مسيحی ټولنو او ډلو هرکلی کوی چه بی له کومه شرطه د چين د مسيحی ټولنی په ابادی کښی مرسته او ملاتړ برابر کړی ٠ هغی زياته کړه چه دا به د چين د مسيحی ټولنی له خواد علاقی وړ وی چه له لا زياتو بهرنيو مسيحی ټولنو او ډلو سره تګ راتګ وکړی او ددواړو خواوو تر منځ د لازياتو همکاری کولو پر امکاناتو باندی مثمری پلټنی اومشوری وکړی ٠
|