<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-07 20:58:52    
د تيان جين ښار ته يوه ورځني سفر

cri

د تيان جين ښار په شمالي چين کې واقع دی او ختيځې خوا ته يې د بوهای په نامه سمندر دی او شمال لويديځې خوا ته يې د چين د پايتخت د بيجنګ ښار سره نښلوي ٠ د تيان جين ښار د بيجنګ د ښار يوه مهمه دروازه ده ، دا ښار د چين د مرکزي حکومت تر مستقيمې ادارې لاندې د څلورو لويو ښارونو څخه دی ، مساحت يې يولس زرو درې سوو مربع کيلومترو ته رسيږي او د خلکو شمير يې ٩ مليونه درې لکه او پنځوس زره تنه دی چې له دې جملې څخه پنځه مليونه تنه خلک يې په ښاري سيمو کې اوسيږي ٠ په دې ښار کي د خان ، خوي ، مان او مغولي قومونو خلک هم په ګډه او نيکمرغۍ سره ژوند کوي ٠

د تيان جين ښار د چين يو لوي بندري ښار هم دی ، په دې لوي بندر کې ٥٦ لنګرګاوې شته او د مالونو د وړلو راوړلو کلني اندازه يې څه دپاسه ٢٤ مليونو ټنو ته رسيږي ، د تيان جين بندر يو بينالمللي بندر دی چې د نړۍ د يو سلو پنځو سوو هيوادونو او سيمو د څه دپاسه دريو سوو بندرونو سره تجارتي اړيکې لري ، هرکال د دريو زرو څخه زياتې بيړۍ دې بندر ته راځي ٠

دغه راز د تيان جين ښار يو مشهور تاريخي او فرهنګي ښار هم دی ٠ په دې ښار کې زيات موزيمونه شته چې ډير زيات قيمتي او لرغوني اثار پکې ليدل کيږي ٠ په عين وخت کې د ليدو او سيل وړ زيات ځايونه هم لري ٠

د تيان جين د زوړ ښار په شمال لويديځ کې يو لوي جامع جومات پروت دی چې په ١٧٠٣ کال کې جوړشوی او تر اوسه پورې د دريو سوو کالو تاريخ لري ٠ دا جومات د

چين د عنعنوي ساختماني سبک او اسلامي شکل سره پيوسته شوې وداني ده، هره جمعه ډير زيات مسلمانان د جمعې د نمانځه د اداکولو او دمذهبي فعاليتونو د ترسره کولو دپاره دې جومات ته ځي

د تيان جين په ښار کې دوه ځانګړي واټونه شته چې يو يې د ګو وين خوا جيې نوميږي ، يعني په چيني ژبه د لرغوني کلتوري واټ په نامه ياديږي ٠او بل يې د خوراکونو د پلورلو واټ دی چې چيني نوم يې شي پينګ جيې دی ٠

د ګو وين خوا جيې په نامه وات ٥٨٠ متره اوږدوالی او اوه متره پلنوالی لري ، ددې واټ په دواړو غاړو کې دوکانونه يو له بل سره څنګ په څنګ پراته دي ٠دغه دوکانونه د دوو سوو کالو نه مخکې د چينګ د امپراطوري په دوره کې د ودانيو په شکل جوړشوي دي چې لرغوني تعميراتي سبک لري ٠ کله چې سيلانيان نوموړي واټ ته ځي نو لکه څنګه چې د امپراتوري دورې ته بيرته داخل شول ٠

په دې واټ کې په عمده توګه په کلتور او فرهنګ پورې مربوط شيان پلورل کيږي ٠ علاوه پر دې پخواني او لرغوني کتابونه او اثار او د چين فولکلوري او عنعنوي شيان هم په دې واټ کې پيداکيږي ٠

په دې وات کې يوه لويه وداني شته چې خلک ورته د تيان خه ګونګ وايي په بله ژبه د ښاپيرۍ د ماڼۍ معنا لري ٠دا وداني خاص د يوې ښاپيرۍ دپاره جوړه شوې وه ٠ ددې ښاپيرۍ په باب يوه افسانه هم وه چې وايي پخوا يوه ښاپيرۍ تل په سمندر کې د هغو کسانو سره مرسته کوله چې د طوفان او يا خطرونو سره مخامخ کيدل ، خلکو ددې ښاپيرۍ څخه د منني او يادونې دپاره په دې واټ کې يو قصر جوړ کړ او پکې يې ددې ښاپيرۍ مجسمه هم جوړه کړه ، خلکو دې قصر ته د تيان خه ګونګ نوم ورکيښود ٠ دا وداني د څه دپاسه شپږ سوو کلونو نه مخکې جوړه شوې ده، په

پخوانيو کلونو کې هرکال خلکو په دې واټ کې ددې ښاپيرۍ د يادونې دپاره د خوښۍ وړ راز راز فعاليتونه پرځاي کول ٠ اوس د تيان خه کونګ د تيان جين ښار د ولسي دودونو او رواجونو په موزيم بدل شوی دی ٠

د وين خوا جيې واټ نه برسيره د تيان جين په ښار کې د ناشي شي پينګ جيې په نامه واټ هم يو مشهور واټ دی ٠ وا واټ په حقيقت کې يوه لويه پلازه ده چې پکې رنګارنګ مزه دار او خوندور خوراکونه خوړل او پلورل کيږي ٠

ددې پلازې عمومي مساحت لسو زرو مربع مترو ته رسيږي او ټوله پلازه لکه يوه لويه ماڼۍ ده چې وداني يي د چيني عنعنوي ساختماني سبک سره سم جوړې شوې دي ٠په دې پلازه کې نه يوازې د چين د مختلفو ځايونو ځانګړي خوندور خوراکونه ، تازه او وچې ميوې او نور د خوړلو وړ شيان پيرودل کيږي بلکې اروپايي خوراکونه هم په دې ځاي کې خوړل کيږي ٠ هر سياح چې د تيان جين ښار ته ځي حتمأ دې پلازې ته ورځي او پکې به خپله خوښه ځانګړي او خاص خوندور خوراکونه اخيستلاي شي