د چين د بينالمللی راډيو د خبر له مخی پاکستان او هند د اګسټ په ٩ مه نيټه د دواړو هيوادونو تر منځ د وچی په يوازنی سرحدی بندر واګه کښی يو بل ته ٣ تنه جنګی اسيران او ٦ تنه بنديان بيرته ورکړل ٠ د خبر له مخی پاکستانی خوا په همدی ورځ هغه ٢تنه هندی اسيران چه په ١٩٩٩ م کال کښی يی د کارګيل په شخړه کښی نيولی ؤ هندی خوا ته بيرته ورکړل ٠ او هند په دی شخړه کښی نيول شوی يو تن پاکستانی عسکر او ٣ تنه هغه پاکستانی کوچنيان چه په سهوی سره هندی قلمرو ته داخل شوی ؤ بيرته پاکستانی خوا ته وسپارل ٠ په ١٩٩٩ م کال کښی هند او پاکستان د کشمير د کارګيل په سيمه کښی يوه شخړه رامنځ ته کړه چه په نتيجه کښی ١٠٠٠ تنه مړه شول ٠
|