د ٥ اروپايي هيوادو په تشکيل يوروکورپس يا اروپايي پوځ د اګيست په ٩ مه نيټه په رسمي توګه د ناتو بلاک له لاسونوڅخه په افغانستان کی د بين المللي امنيت ساتونکي فوځ لارښوونکي قدرت واخيست او دوي به په راتلونکو ٦ مياشتو کی پوره قدرت ولري چه د افغانستان په سوله ساتونکي چارو کی د نوموړي ٧ زره تنه لرونکي فوځ لارښوونه وکړي ٠دا د اروپايي پوځ د تاسيس د ١٢ کالو راهيسي لومړي ځل دی چه دوي د اروپا په بهر کی نظامي دنده په غاړه اخلي او هغه نښه هم ده چه د خپلواکی دفاعي قوې د جوړولو لپاره د اروپا کوشش بيا نوي ثمرونه تر لاسه کړيدي ٠ اروپايي پوځ د فرانسې او جرمني له خوا په ١٩٩٢ کال کی جوړ شوی او د همدې کال په دسمبرکي د ناتو بلاک نظامي کميټې او د وزيرانو شورا يي هغه موافقه منظوره کړيده کومه چه فرانسه او جرمني له ناتو بلاک سره د اروپايي پوځ د رسالت په باب ور ته رسيدلي دي ٠ د کتوونکو په نظر ، دا چه اروپايي پوځ په افغانستان کی سوله ساتونکي وظيفه په غاړه اخيستي ، په افغانستان کی د جمهوري رياست د عمومي انتخاباتو د جوړيدو او د خپلواکی دفاعي قوې د تاسيس په باب د اروپايي اتحاد د ستراتيجيکي هدف د سر ته رسولو لپاره خورا مهم اهميت لري ٠ د افغانستان د اوضاعو له نظره ، که څه هم څه د پاسه دوه کاله کيږي چه د طالبانو رژيم نسکوره شوی ، خود پاتي شويو قوتونو فغاليتونه يي لا هم شديد دي ٠ افغانستان به د اکتوبر په ٩ مه نيټه د طالبانو درژيم د نسکوره کيدو نه وروسته د جمهوري رياست لومړی ځل انتخابات جوړ کړي ، نوځکه ددي انتخاباتو د سالمو جوړيدو تامينول به د اروپايي پوځ له خوا د بينالمللي سوله ساتونکي فوځ د لارښوونې په موده کي تر ټولو نه لوي چلنج وی ٠ د اروپا يي پوځ قوماندان او د فرانسی جنرال جيان لويس پي کابل ته د تللو نه مخکي په يوه مطبوعاتي غونډه کی وويل چه د اروپايي پوځ له خوا د بينالمللي امنيت ساتونکي فوځ د لارښوونکي قوماندانی د نيولو عمده دنده دا ده چه د کابل د امنيت درجه لوړه کړي څو چه عمومي انتخابات په سالم ډول جوړ او پراخه نماينده ګی ولري ٠ په دی وروستيو وختو کی د افغانستان امنيتي حالات ښه نه دي او د زورزياتی او بريد پيښې کله کله رامنځ ته کيږي ٠ څرنګه چه د طالبانو پاتي شويو قوتونو ويلي چه د جمهوري رياست عمومي انتخابات به وران کړي ، نو د عمومي انتخاباتو دجوړيدو د ورځې په رانژدي کيدو سره ، د افغانستان امنيتي حالات هم د زياتي توجه وړ ګرزيدلي دي ٠ د امنيتي تدابيرو د پياوړتيا اود عمومي انتخاباتو د سالمو جوړيدو د تامين لپاره ، لږه موده دمخه د ناتو بلاک سرمشريزې غونډې فيصله کړيده چه افغانستان ته لا زيات سوله ساتونکي فوځونه ور وليږي او د عمومي انتخاباتو په موده کی به خپله سوله ساتونکي ساحه د افغانستان شمالي څلورو ولايتونو ته پراخه کړي ٠ د اروپايي دفاعي چارو له نظره ، د امنيت او دفاغي چارو په باب د ګډې پاليسی جوړول هميشه د اروپايي اتحاد ستراتيجيکي هدف دی ٠ د اروپا متحرکه قوا چه په ٢٠٠٣ کال کي جوړه شوی ، د اروپايي اتحاد په نامه جوړه شوي لومړنی وسله واله قوه ده او اروپايي پوځ ددې قوې زړی دی ٠دا وار چه اروپايي پوځ په افغانستان کی د بينالمللي سوله ساتونکو عملياتو لارښوونکي دنده په غاړه لري ، يو ځل بيا بينالمللي ټولنې ته د اروپايي اتحاد د خپلواکو دفاعي چارو صورت ښودلی او د اروپايي اتحاد هغه ټينګه اراده او نيت يي هم څرګند کړي دی چه په بينالمللي چارو کی مهم رول ولوبوي ٠