د سينهوا اژانس د خبر له مخی : د روانی مياشتی په ١٠ نيټه د هند حکومت له پاکستان څخه غوښتنه وکړه چی پنځه ويشت عموده جنايکاران تسليم کړی او و ئی ويل چی دا د ميزان هغه تيږه ده چی أيا پاکستان د تروريستی مسئلې د رښتيانی حل و فصل أرزو لری که نه .
په ٢٠٠١کال کی د دسمبر په ١٣نيټه يعنی د هند په پارلمانی ودانۍ باندی د ترهګرانو د حملې نه لږه موده وروسته د هند حکومت غوښتنه وکړه چی له پاکستان څخه شل تنه عموده جنايکاران تسليم کړه او د څو څو ځلو بدلون نه وروسته بالاخره د هند حکومت د پنځه ويشتو تنو جنايکارانو نومونه اعلان کړي . د هند په نظر دغه ٢٥ کسان اوس ټول په پاکستان کی اوسېږی .