<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-12 19:53:07    
د مياو د قوم پيغله د اوبو د محصولاتو د روزلووتلی ماهره ګرځيدلې ده

cri

د ختيځ چين د جيانګ سو د ولايت د تای شينګ ښار د چيو شيا په علاقه دارۍ کښی د اوبو د محصولاتو د روزلو يوه مشهور ماهره شته چه جانګ جيو شيان نوميږی او د چين د مياو د قوم يوه بااستعداده ښځه ده٠ د مياو قوم د چين يو ملی اقليت دی چه نفوس يی څه نا څه اووه مليونه پنځه لکه تنه دی او په عمده توګه د چين په جنوب لويديځه سيمه کښی اوسيږی٠ د جانګ جيو شيان د مور کور د جنوب لويديځ چين د يون نان په ولايت پوری د مياو قوم په يوه غرنی کلی کښی پروت دی٠ څه دپاسه شل کلونه مخکښی پيغله جيانګ جيو شيان په خپل اجدادی کورکښی د جانګ سو د ولايت له ځوان جيانګ يون ده سره چه د مزدورۍ دپاره د يون نان ولايت ته ورغلی و، اشنا او کوزده شوه٠ په ١٩٨٩ کال کښی هغه چه شل کلنه وه،له خپل ميړه سره يو ځای د يون نان له ولايت څخه د جانګ سو ولايت ته راغله٠ اصلأ هغې هيله درلوده چه د عشق له لاری خپل ژوند بدل کړی٠ خو کله چه هغه د جيانګ يون ده کور ته ورسيدله، بی وزلی حال يی وليده چه ودانی يی دری خرابې کوټې دی او په کور کښی اته تنه وروڼه او خويندی شته، جانګ جيو شيان د دی حال په ليدو سره وچه کلکه شوه، خو ژر يی موجود سخت واقعيت ومانه ٠ هغه يوه عزت النفسه ميرمن ده او ټينګه اراده يی وکړه چه په دی کور کښی پاتی شی او د زحمتونو او زيارونو له لاری خپل ژوند بدل کړی او ښکلی راتلونکی رامنځ ته کړی٠

د واده نه وروسته د جانګ جيو شيان خاوند د موسيقی الاتو د جوړولو په يوه هغه فابريکه کښی کار کاوه کوم چه له کور څخه لس ګونه کيلومتره ليری ده٠ نو ځکه د ټولې کورنۍ کارونه او د زراعتی مځکو جسمی کارونه د جانګ جيو شيان په غاړه پراته و، په هغه وخت کښی هغې يوازی کم نيم هکتاره مځکه کرله او عائدات يی لږ وو چه د هغې د کورنۍ د ورځنی ژوند اړتياوې يی نشواې پوره کولای٠ محلی مامورينو او کليوالوهم د هغې د کور د مشکلاتو او بيوزليتوب په مناسبت انديښنه درلوده ٠ په ١٩٨٧ کال کښی د کليوالو د کميټې په هماهنګۍ جيانګ جيو شيان د يو اعشاريه دری هکتارو په مساحت د کلی د اوبو يو ډند په ټېکه واخيست ٠ څرنګه چه په هغه وخت کښی د کبانو له روزلو څخه ترلاسه شوی عائدات هم ګام په ګام کم شول ، نو هغې پريکړه وکړه چه د کبانو د روزلو په ځای چنګاښان وروزی٠ خو د تخنيکونو او پانګو له لحاطه له مشکلاتو سره مخامه شوه، محلی حکومت او د قومی چارو څانګې له هغې سره مرستې وکړې چه نه يوازی يی ورته کريدت برابر کړ ، بلکی يی د چنګاښو د روزلو په باب تخنيکی کتابونه هم وروسپارل٠ جيانګ جيو شيان به د زده کړې او مطالعې په عين وخت کښی تمرينات کول، کله کله به يی د نورو کليو له چنګاښ روزونکو څخه تجربې زده کولې٠ هغې د خپلو زحمتونو او زيارونو له لاری په لومړی کال کښی د چنګاښو له روزلو څخه د څه دپاسه شپږو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه عائدات ترلاسه کړل چه د کريدت له اداء کولو نه وروسته ورته يو شمير اضافې پيسی هم پاتی شوې٠ د برياليتوب په وړاندی د جانګ جيو شيان له سترګو څخه اوښکې توې شوې٠ څو کلونه وروسته د هغې چارو لا چټک انکشاف وموند او کلنی عائدات يی هم له شل زرو ژن مين بی يوانو څخه واوښت ٠ په ١٩٩٢ کال کښی د جيانګ جيو شيان کور په دوه پوړيزه ودانۍ بدل شو او پکښی يی عصری کورنی برقی سامانونه نصب کړل٠ څرنګه چه د مياو د قوم کليوالی ښځې جانګ جيو شيان د خپل قوت په اتکا خپلو چارو ته د انکشاف ورکولو په برخه کښی ښه برياليتونه ترلاسه کړې، نو په ١٩٩٨ کال کښی هغه د تای شينګ د ښار د ملی اقليتونو نمونوی شخصيت په حيث وټاکله شوه او د ښاروالی د مربوطې څانګې لخوا وستايله شوه ٠

ميرمن جانګ جيو شيان د بريالتوب د ترلاسه کولو نه وروسته سږکال بيا د مرغلرو په روزلو پيل کړيدی٠ د اټکل له مخی هر کال يوازی د مرغلرو له روزلو څخه به د دې خالص عائدات له لسو زرو ژن مين بی يوانو څخه زيات شی ٠

جانګ جيو شيان له بډای کيدو نه وروسته هيڅکله له خپل ځان سره د محلی حکومت او د قومی چارو د څانګی پخوانی مرستې ندې هيری کړی، هغه د خپلو تخنيکونو او پيسو په وسيله ټولنې ته صادقانه ځواب ورکوی او د ملی اقليتونو د له نورو وروڼو او خويندو او کليوالو سره مرستې کوی چه د دې په مرسته ځينی پخوانی بيوزلی کليوال هم بډای شويدی٠ د ميرمن جانګ جيو شيان په نظر د يوه کور بډايتوب دومره اهميت نه لری ، که د بيلا بيلو قومونو ټول هيوادوال شتمن شی، نو زمونږ هيواد هم بډای او قوی کيدای شی٠