<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-13 18:33:37    
د چين اقتصاد د دوامدار انکشاف په حال کښی دی

cri
 

ګرانو اوريدونکو – د راتلونکی اکتوبر دمياشتی لومړی نيټه به د چين د ولسي جمهوريت د جوړيدو له ٥٥ می کاليزی سره مصادفه وی ٠د څه دپاسه ٥٠ کالو راهيسی د چين د اقتصاد چټګ پرمختګ د نړيوالو توجه ځانته راجلبه کړی ده ٠ په عين وخت کښی اقتصادی انکشاف يی هم د هيواد د نورو ساحو د ترقۍ دپاره ښه بنسټ ايښودلی دی٠ د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړد معلوماتی مسابقی په هکله په دی خپرونه کښی به مونږ تاسو ته تر دی عنوان لاندی چه د چين اقتصاد د دوامدار پرمختګ په حال کښی دی يو مضمون وړاندی کړو ٠

٥٥ کاله مخکښی د نوی چين ابادی په ډيرو سختو حالاتو کښی پيل شوه ٠ په هغه وخت کښی د هيواد صنعتی بنسټ ضعيف ، زراعتی توليدات يی خورا کم او مالونه يی ډير لږ ؤ ٠ د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو په لومړيو ٣٠ کالو کښی زمونږ هيواد اساساٌ په شوروی شکل د عالی دولتی پلانيز اقتصاد د نظام سره سم اباديده ٠ په دی موده کښی چين نسبتاٌ لوي انکشاف ترلاسه کړ او د خلکو د ژوندانه سويه يی هم په يوی اندازی سره اوچته شوی وه ٠د تيری پيړۍ د ٧ می لسيزی په پای کښی چين د اقتصادی وړاندی تګ په بهير کښی له خورا لويو خنډونو سره مخامخ شوی ٠ ځکه نو د چين مشرانو له بيخه د خپلو اقتصادی نظامونو په اصلاحاتو لاس پوری کړ او د بينالمللی اوضاعو په ښه کيدو سره چين هم په سرعت سره د اقتصادی ورخلاصون په بنسټ د هر اړخيز ورخلاصون د ترسره کولو دپاره هلی ځلی وکړی ٠

د اصلاحاتو او ورخلاصون له برکته د چين اقتصاد فوق العاده تازه او ژوندی قوت

ترلاسه کړی او ګړندی پرمختګ يی موندلی دی٠ د چين د دولتی احصائی د رياست د ارقامو له مخی د ١٩٧٨ م کال نه تر ٢٠٠٣ م کاله پوری په دی ٢٥ کالو کښی د چين د اقتصادی پرمختګ کلنی زياتوالی په سلو کښی د ٩ نه اوښتی ؤ ٠

د مسلسلو څو کالو اقتصادی انکشاف د چين د حکومت دپاره د خلکو د ژوندانه سويی د اوچتولو بنسټ ايښودلی دی ٠ په څه دپاسه ٢٠ کالو کښی د چين حکومت هغه ٢ سوه مليونه تنه خلک چه د خوراکو او پوښاکو په ستونزو کښی لويئدلی ؤ له غربت او بی وزليتوب څخه بچ کړی دی ٠

د چين اقتصادی پرمختګ د نړۍ د ځينو اقتصادی پوهانو له خوا وستايل شو ٠ د نوبل د اقتصادی علومو جايزه ګټونکی او د امريکی پروفيسر لاورينس کليېن د چين د اقتصادی پرمختګ په باب داسی وويل –( اواز )

که تاسی چين ته لاړشی او په سړکونو کښی د خلکو د ژوندانه لوی بدلون ووينی نو تاسی به د چين د اقتصاد دچټک زياتوالی پر حقيقت باندی خپل باور پوره ټينګ کړی ٠

د اقتصادی پرمختګ په بهير کښی د چين اقتصاد له نړيوال اقتصاد سره ورځ په ورځ ښه تړل شوی دی ٠ په ٢٠٠١ م کال کښی چين په نړيوال تجارتی سازمان کښی ګډون کړی او اوس د جنوب ختيځی اسيا د هيوادو د اتحاد سره د ازادو تجارتی سيمود جوړيدو په باب يی خبری اتری کړی او په عين حال کښی يی په قوی او فعاله توګه له امريکی او اروپايی اتحاد په شمول اقتصادی سازمانونو سره ٢ اړخيزی او څو اړخيزی اقتصادی همکارۍ کړی او کوی يی ٠

په داسی حال کښی د چين مشرانو څو څو واره وويل چه چين به په دوامداره توګه

خپل بازارونه نړۍ ته خلاص کړی ٠ لږه موده مخکښی د چين د صدراعظم مرستيالی وو ايی په يوه بينالمللی اقتصادی غونډه کښی دا ژمنه وکړه ( اواز ) :

د خپل ورخلاصون پراختيا د چين د حکومت دايمی پاليسی ده چه د اوږدی مودی دپاره ور باندی ټينګار شوی دی ٠ چين به په هراړخيزه توګه د ورخلاصون سويه نوره هم اوچته کړی ، ګام په ګامه به د غيرګمرکی مالياتو په باب تدبيرونه لغوه کړی او د خارجی سوداګرانو له خوا د پانګی اچونی ساحه به پراخه کړی ٠

د چين د اقتصاد اود نړۍ د اقتصاد تر منځ د اړيکو په باب يو شمير اقتصاد پوهانو وويل چه د چين اقتصادی پرمختګ د نړۍ د اقتصاد د سمسورتيا او ترقۍ دپاره ګټه لری ٠ د چين د اجتماعی علومو د اکاډمی د نړيوال اقتصاد او سياست د انسټيټيوټ ډاکټر هه فان دا نظريه څرګنده کړه – ( اواز ) – له عمومی نظره د چين پرمختګ د ګردی ځمکنی کری د اقتصاد دپاره مثبت رول لوبولی دی ٠ له يوی خوا د چين ترقی پرمختللو هيوادونو ته د پانګی اچونی ښه ميدان وړاندی کړی او له بلی خوا يی په حقيقت کښی د شاوخواؤ پرمختيايی هيوادو نو دپاره لا زيات فرصتونه برابر کړی دی ٠

ګرانو اوريدونکو – تاسی همدااوس د٥٥ کالو راهيسی دچين د اقتصادی پرمختګ په باب يو مضمون واوريد٠ اوس به ٢ پوښتنی وړاندی کړو :

لومړی – له ١٩٧٨ م کال نه تر ٢٠٠٣ م کاله پوری د چين کلنی اقتصادی پرمختګ په منځنی توګه په سلو کښی څو زياتوالی موندلی دی ؟

دوهمه دا چه په دی څه دپاسه شلو کالو کی د چين حکومت څومره وګړی له غربت او بی وزليتوب نه بچ کړی دی ؟