<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-13 20:35:55    
د چين لرغونی ښار نان جينګ او ډاکتر سوين ايټ سيان

cri
 

عزتمنو دوستانو ، نان جينګ په چينايی ژبه د جنوبی مرکز معنی راځی ٠ نان جينګ ښار د چين د لومړی لوی سيند يعنی د يانګځی سيند په لره برخه کښی واقع دی او د چين د ٦ نامتو تاريخی پايتختونو څخه شميرل کيږی ٠ په دی ښار کښی زيات شمير تاريخی او کلتوری اثار او ښايسته منظری ليدل کيږی او چينهوای سيند چه له دی ښار څخه تيريږی د لرغونی زمانی نه راهيسی د خلکو په منځ کښی زيات شهرت موندلی دی ٠ په ريښتيا چينهوای سيند د تاريخی نان جينګ د پيژندګلوۍ نښه ده ٠

د چينهوا سيند په دوو غاړو کښی ٥ مربع کيلو متره مساحت د نان جينګ ښار د لرغونی ثقافت او فرهنګ ځانګو بلل کيږی ٠ اٌن په ٣ مه پيړۍ کښې دغه ځای اباد او سمسور شوی ؤ او په څه دپاسه زرو کلونو کښی که څه هم د چين امپراطوری سلسلی يو د بل پسی رامنځ ته شوی خو په نان جينګ کښی د کلتوری ، تجارتی او توريستی مرکز په حيث ددی ځای مقام هيڅ نه و بدل شوی ٠

په لرغونی زمانه کښی د چينهوای سيند په دواړو غاړو کښی دکانونه ، رستورانونه ، هوټلونه او کابارې زياتی ليدل کيدې ٠ د ګرځندو سوداګرانو جګ جګ اوازونه تر غوږو کيدل او د سندرغاړو پيغلو زړه راکښونکو خوږو اوازونو د سيلانيانو نظر راجلباوه ٠ کله چه به شپه راغله ، رنګارنګ څراغونه لکه ستوری په فضا کښی ځليدل ٠ د سيند په دواړو غاړو کښی زياتی تاريخی ودانۍ تر اوسه ښی ساتل شوی دی او دغه ځای اوس د نان جينګ ښار تجارتی او کلتوری مرکز ګرځيدلی او د تاريخ قيمتی او ارزښتناک اثار هم پکښی ښه ساتل شوی دی ٠

محترمو دوستانو ، د کانفيوسيوس معبدچه دچينهوای سيند په شمالی غاړه کښی پروت دی د چين د نامتو مفکر ، سياستمدار او پوه کانفيوسيوس د يادونی او احترام څرګندولو دپاره جوړ شوی او تر اوسه پوری ښه ساتل شوی دی ٠ څه دپاسه ٢ زره ٥ سوه کاله مخکښی د چين اشرافو د ځانی ګټو د لټولو دپاره به تر وسی پوری د نورو خاوره نيوله او خپل تسلط به يی پکښی ټينګاوه ٠ په دی اوږده مشهوره خونړی دوره کښی زيات شمير ممتاز سياستمداران ، مفکران ، جنرالان او ليکوالان منځ ته راغلل چه کانفيوسيوس ددوی څخه يو غښتلی او ستر مفکر ، سياستمدار او استاز و ٠ هغه خپل ټول عمر په سياسی او تعليمی چارو کښی وقف کړ چه شاګردان يی ٣ زره تنه او ممتاز او وفادار شاګردان يی ٧٢ تنه ؤ ٠ د کانفيوسيوس مفکوره تر اوسه لا هم په چين او حتی په نړۍ کښی زياته اغيزه او ارزښت لری او چينايان دغه لوی شخصيت ته لوی بابا وايی ٠ اوس ددی معبد په شاوخوا کښی د کانفيوسيوس د کارنامی په باب کيسی او د ښار کلتوری اثار او تاريخی تمدن سيلانيانو ته ښودل کيږی ٠

ټولو ته معلومه ده چه په معاصر تاريخ کښی چين د امپريالستی قواوو بی رحمه ظلمونه او ستمونه ګاللی ؤ ٠ چينی خلکو له خطرناکو حالاتو څخه د هيواد د بچ کولو دپاره د ملی روحيی په اوچتولو سره او د خپلو تازه وينو په تويئولو او د ځان په قربانی کولو سره وار په واره سر تيری مبارزی وکړی ٠ په ١٩١١م کال کښی په چين کښی يو ستر ديموکراتيک انقلاب رامنځ ته شو او په دی انقلابی طوفان کښی د چين هغه فيوډالی نظام چه څه دپاسه ٢٠٠٠ کاله تاريخ يی ونيوه تر پښو لاندی کړ ٠ ددی انقلاب مشر چه سوين ايټ سيان نوميده په ١٩١٢ م کال کښی په نان جينګ ښار کښی د چين د ملی جمهوريت بنسټ کيښود او انقلابی حکومت يی جوړ کړ چه د جمهوريت دپاره يی لويی کارنامی قايمی کړی وې ٠ هغه جمهوری ماڼۍ چه ډاکتر سوين ايټ سيان د مؤقتی جمهوريئس په حيث د سوګندخوړلو مراسم پکښی پرځای کړی او وروسته يی دولتی کارونه پکښی اجراٌ کړی ؤ تر اوسه ښه ساتل شوی ده ٠ او زيات شمير سيلانيان د ليدنی کتنی دپاره ورځی ٠ دغه لوی شخصيت په ١٩٢٥ م کال کښی دناروغۍ په اثر په بيجنګ ګښی وفات شو او دده هديره د نان جينګ په طرف د ځه جينګ شان غره په شنه لمنه کښی پرته ده او سيلانيان چه نان جينګ ته سفر کوی حتماٌ د ډاکتر سوين ايټ سيان هديری ته ځی ٠

ګرانو دوستانو ، څرنګه چه نان جينګ د چين په تاريخ کښی يو پايتخت و نو د ځينو امپراطورانو او ملکانو مقبری لکه د سوين چوان مقبره چه يو زرو نهو سوو کالو مخکښی هغه يو ملک و ، د جو يوان جانګ مقبره چه څه دپاسه ٥٠٠ کاله مخکښی د مينګ د امپراطوری دوری لومړی امپراطور ؤ د ښار په اطرافو کښی پرتی دی ٠ علاوه په دی د سوان وو نومی د روڼ جهيل پارک ، د مو چيو جهيل پارک، د لينګ شان معبد او نوری يو شمير ښکلی منظری ټولی د ليدو وړ دی ٠ محترمو دوستانو ،که تاسی چين ته سفر وکړی ښه به دا وی چه نان جينګ ته سفر په خپل سفری پروګرام کښی شامل کړۍ او په دی سفر کښی به تاسی د يانګځی سيند په غاړو ښکلی منظرې او په زړه پوری تمدن له نژدی نه وګورئ ٠