د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی د هند جمهور رئيس عبدالکلام د روانی مياشتی په ١٣ نټه کی د پاکستان د جمهور رئيس مشرف په نامه پيغام کي د پاکستان د خپلواکی د ګټلود ٥٧ کاليزی مناسبت ور ته مبارکی وويله او هيله يي څرګنده کړه چی دواړه هيوادونه په دوامداره توګه دخپل منځی سوله ايز جريان د چټکتيا دپاره کوشش وکړي عبدالکلام په پيغام کی وويل چی دهند او پاکستان ترمنځ سوله ايز جريان بايدد سولې په فضاکی پياوړی شی.په وروستيو ورځو کید دواړو هيوادونود حکومتونو او ولسونو ترمنځ له دوستانه تګ را تګ نه څرګنده شوی چی د دواړوخواوو روابط به لازيات ښه شی هند به په ټينګه سره د پاکستانسره د خپل منځی سولي ، دوستۍ او همکارۍ د روابط د انکشافدپاره کوښښ وکړی.
|