<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-14 19:55:49    
ﻻيانګ پيان

cri

په پخواني چين کې يو ډول عنعنوي او فولکلوري هنر و چې د ﻻيانګ بيان په نامه ياديده ، په چيني ژبه کې يانګ پيان يو ډول تصويرونه دي او ﻻ د کشولو معنی لري ٠ په دې وسيلې کې ټول شيان لکه اوسني سلايد پروجکتور په شان رنګين تصويرونه ليدل کيږي ٠

هنرمند له ځان سره د لرګيو څخه جوړشوي يو صندوق لري چې لوړوالی يې دوه متره او پلنوالی يې يو متر دی ٠ د صندوق د مخکني اړخ په ﻻندني برخه کې دوه سوري کښل کيږي او قطر يې يوازې درې سانتي متره دي .، په دغو دوو سوريو کې دوې محدبالطرفينه عدسيې کښيږدي ٠ د صندوق په نورو دوو اړخونو کې هم په جلا جلا توګه يو سوری هم کښل کيږي څو چې د صندوق داخلي برخه روښانه شي ٠پر صندوق باندې د موسيقي ځيني الې هم شته .٠ د صندوق د داخلي برخې په پاسني برخه کې د هنرمند لخوا يو شمير تصويرونه تيارشوي دي چې ځينې يې د کيسو او ځينې يې د ښکلو منظره لرونکو ځايونو سره سم ګښل شوي دي ٠ نندارچيان کوﻻی شي چې د هغو دوو کوچنيو سوريو له ﻻرې چې دوه محدب الطرفينه عدسيې کيښودل شوې د صندوق په داخلي برخه کې ځوړند تصويرونه وګوري ٠ د تصويرونو نه د خوند اخيستلو په بهير کې هنرمند د موسيقي د الو په واسطه دموسيقي سازي غږوي او د تصويرونو د محتوياتو سره سم د سندرې په ويلو سره د تصويرونو محتويات نندارچيانو ته وړاندې کوي ٠ تصويرونه بدليږي ، په پنځو دقيقو کې يو سيټ تصويرونه کتل کيږي ٠ ﻻيانګ پيان په نامه نمايش تر اوسه پوري تقريبأ ٦ او ٧ سوه کاله تاريخ لري ، څرنګه چې د څو سوو کالو نه مخکې فلم نه و نو په هغه دوره کې ﻻيانګ پيان دغه هنر د نندارچيانو لخوا خورا هرکلی کيده٠

ان اوس دا هنر د يو ډول عنعنوي او فولکلوري هنر په توګه په ځينو ځايونو کې هم ډير زيات علاقه مندان ځانته راجلب کړي دي ٠ البته دا هنر د ټولنې د پرمختګ سره سم خپل شکل بدل کړی او د تصويرونو محتويات يې هم نوي شوی دی ، مګر عنعنات يې هم ساتل شوی دی ٠

د ﻻيانګ پيان په نامه هنر د رامنځته کيدو په باب يوه کيسه هم وه چې وايي د چين په امپراطوري سلسله کې د چين له لويديځ دولت څخه يوه خورا ښکلې نجلۍ د چين امپراطور ته وسپارله شوه ٠ امپراطور ورسره ډيره مينه درلوده ٠خو څرنګه چې دا نجلۍ هره ورځ د خپل وطن په يادولو کې ډوبه وه او ټوله ورځ به په تريوتندي کيښيناسته او پر مخ باندې به يې د خندا هيڅ صورت نه ليدل کيده ٠ نو امپراطور خپلو وزيرانو ته امر ورکړ چې د دې نجلۍ د خوشحالولو دپاره ﻻرې چارې ولټوي ٠ يو وزير امپراطور ته وړانديز وکړ چې يو صندوق جوړکړي او پکې د نجلۍ د وطن د ښکلو منظره لرونکو ځايونو سره سم ګښل شوي تصويرونه ځوړند کړي او د صندوق په يو اړخ کې دوه کوچني سوري جوړکړي او پکې دوې محدب الطرفينه عدسيې کښيږدي ٠ نجلۍ کولاي شي چې په دې صندوق کې خپل ښکلی وطن وويني ٠ صندوق جوړ شو او تصويرونه هم وکښل شول ، نجلۍ په صندوق کې د خپل وطن ښکلي منظرې وليدلې ، خوشحاله شوه او خندا يې وکړه ٠

د ﻻيانګ پيان په نامه هنري نمايش اوس کله کله د چين په ځينو ځايونو کې هم رواج لري ، خصوصأ د چين په عنعنوي جشنونو کې مثلأ د چين د پسرلي اختر په موده کې د خوشحالۍ د فعاليتونو د جوړيدو په ځايونو کې دغه عنعنوي او فولکلوري هنر هم ليدل کيږي ٠