د خه بۍ ولايت د چين په شمال کې واقع دی او د چين د پايتخت بيجنګ ته نژدی دی، ددې ولايت مساحت يو لکو نوي زره مربع کيلومترو ته او د نفوس شمير يې ٦٤ مليونو تنو ته رسيږي ٠دا ولايت د چين د غلودانو او پومبه وو د مهمو توليدونکو ولايتونو څخه دی چې د کرنې وړ ځمکو مساحت يې د چين د زراعتي ځمکو د عمومي مساحت په سلو کې اوه برخه نيسي ٠
خه بۍ ولايت نه يوازي يود غله جاتو او پومبه و توليدونکي ولايت دی بلکې هغه يو توريستي ولايت هم دی ( په دې ولايت کې د لوي ديوال يوه برخه شته چې اوږدوالی يې يو زر دوه سوه کيلومترو ته رسيږي چې له دې جملې څخه د دوو سوو کيلومترو په اوږدوالی ديوال په ښه توګه ساتل شوې دی ٠ دغه راز په دې ولايت کې د شان هاي ګوان په نوم دروازه شته چې پخوا د چين د لومړي دروازې په توګه ياديده ، د څنګ ده نومي د ګرمۍ نه د خلاصولو ماڼۍ چې په چيني ژبه کې دې ماڼۍ ته د بي شوشان جوانګ نوم ورکيښودل شوی چې په دې ولايت کې يو ډير مشهور او د ليدو وړ ځای دی ٠
د څنګ ده ښار د بيجنګ نه دوه سوه لس کيلومتره فاصله لري او شاوخواځايونه يې لوړ غرونه دي ٠ په دوبي کې ددې ځای د هوا د تودوخې درجه د بيجنګ په نسبت دوه او درې درجې ټيټې دي ٠ د څنګ ده ښار هم د چين يو تاريخي او کلتوري ښار دی ٠ د ګرمۍ نه د خلاصولو ماڼۍ ددې ښار په شمالي خوا کې واقع ده ٠ دا ماڼۍ د چينګ د امپراطوري په دوره کې يعنې د ١٧٠٣ کال نه تر ١٧٩٠ کاله پوري جوړه او بشپړه شوې ده چې د ٨٧ کالو وخت يې ونيو٠ دا ځای په حقيقت کې يو شاهي پارک و ، بي شوشان جوانګ ددې پارک يوه برخه وه ٠ ددې پارک مساحت ٥٦٤ هکتارو ته رسيږي او د بيجنګ د دوبي ماڼۍ يعني د يي خه يوان په نامه پارک د مساحت په نسبت دوه چنده دی ، بي شوشان جوانګ اوس يه چين کې تر ټولو نه پاتي شوي ډير لوي شاهي پارک دی ٠
د بي شو شان جوانګ پارک د ديوال په واسطه چاپيره شوی او د ديوال لوړوالی يې درې متره او پلنوالی يې يو نيم متره دی او اوږدوالی يې لسو کيلومترو ته رسيږي ٠
د چينګ د امپراطوري په سلسله کې امپراطوران به د هرکال په دوبي کې د ګرمۍ نه د خلاصولو دپاره بي شو شان جوانګ پارک ته راتلل او په عين وخت کې به يې هم په دې ځای کې د يو شمير قومونو د استازو او د ځينو بهرنيو هيوادونو د ديپلوماتانو سره کتل ٠
د بي شو شان جوانګ په بهر کې دوولس معبدونه پراته دي چې له دې جملې څخه اته معبدونه د چينګ د امپراطورد مربوطې څانګې لخوا اداره کيدل نو خلکو نوموړو اتو معبدونو ته اته بهرني معبدونه ويل ٠ نوموړي اته معبدونه د چينګ د امپراطورانو لخوا د چين د بيلابيلو قومونو ترمنځ د يووالي د ټينګيدو دپاره جوړشوي دي ٠
نو ويل کيږي چې نوموي معبدونه نه يوازې په هغه وخت کې د چين د ملي ساختماني هنر څرګندوي و بلکې د چين د بيلابيلو قومونو ترمنځ د لوي وحدت يو نښه هم ګڼل کيده ٠
د خه بۍ په ولايت کې پرته د بي شو شان جوانګ پارک څخه د بۍ دای خه په نامه ښکلې منظره لرونکي سيمه هم د سيلانيانو لخوا د ساعت تيري دپاره يوه ښه ځای دی
د بۍ دای خه سيمه د خه بۍ ولايت په شمال ختيځ کې واقع ده او جنوبي خوا ته يې د چين د بوهاي په نامه سمندر دی ٠ دا سيمه د چين په شمال کې د دوبي د ګرمۍ نه د خلاصولو دپاره يوه مشهوره سيمه هم ده ٠ دلته هوا متعدله ده او د هرکال د مې نه تر اګتوبر پورې ٥مياشتې د سيلانيانو د ساعت تيري دپاره ډيرې مساعدې دي ٠
د بۍ دای خه نومي د منظره لرونکې سيمې څخه پرته د خه بۍ په ولايت کې يو بل مشهور ځای هم د ليدو وړ دی چې هغه د شان هاي ګوان په نامه ياديږي ٠
شان هاي ګوان په حقيقت کې د شان های ګوان په نامه ښار يوه دروازه ده ، څرنګه چې شان های ګوان د چين د مشهور لوي ديوال د ختيځې برخې سر دی ، نو دې دروازې ته د لوي ديوال د لومړي دروازې نوم ورکيښودل شو٠دا دروازه په ١٣٨١ کال کې جوړه شوه او تر اوسه پورې څه دپاسه ٦٠٠ کاله تاريخ لري٠
٠