<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-19 19:57:59    
د بيجينګ تبتی منځنی ښوونځی

cri
د چين د تبت د خومختارې سيمې د تعليمی چارو سره د مرستې او د تبتی قوم له اولادونو څخه د بااستعدادو کسانو د روزلو دپاره د ١٩٨٧ کال په سپتمبر کښی د چين د مرکز بيجينګ په شمالی سيمه کښی تبتی منځنی ښوونځی جوړشو او په لومړی کال کښی يی د تبتی قوم يو سل يو تنه زده کوونکی ومنل٠ له اوولسو کالو راهيسی دی ښوونځی د چين د مرکزی حکومت او د بيجينګ د ښاروالی په پاملرنه د قومی يووالی د ساتلو او د تبت د ثبات او انکشاف د پرمخبيولو دپاره مثبت خدمتونه ترسره کړيدی٠ د بيجينګ د تبتی ښوونځی ودانۍ څرګند تبتی ساختمانی خصوصيت لری٠ د چين حکومت او د بيجينګ ښاروالی هر کال دی ښوونځی ته زيات تعليمی لګښت برابروی او د چين مربوطې څانګې هم ورسره زياتې مالی مرستې کوی٠ له څو کالو راهيسی په دی ښوونځی کښی د کمپيوترونو څلور خاصې کوټې جوړې شوی او په ټولو درسی کوټو کښی يی د مولتی ميديا يعنی د څو مطبوعاتی ذرائعو د تجهيزاتو په وسيله درسونه ورزده کيدای شی، په درو کيمياوی لابراتورونو، دوو فيزيکی لابراتورونو او يو بيالوجيکی لابراتور کښی يی د معياری طرحی له مخی مکمل ازمويښتی تجهيزات او مواد برابر شوی دی٠اوس د دی ښوونځی دوه سوه کمپيوترونه نه يوازی په عادی درسونو کښی استعماليږی، بلکه په شنبه او يکشنبه کی هم زده کوونکو ته خلاصيږی ترڅو چه دوی د انټرنيت په وسيله لا زيات اضافی معلومات ترلاسه کړی ٠ د بيجينګ د تبتی ښوونځی د زده کوونکو په سلو کښی يو پنځوس د تبت له ښارونو څخه راغلی او په سلو کښی نهه څلويښت يی د بزګرانو او مالدارانو له کورونو څخه دی ٠دا ښوونځی هر کال يوازی له هر زده کوونکی څخه د نهه سوو ژن مين بی يوانو په اندازه فيسونه اخلی ، خو هر کال هر زده کوونکی ته د څه نا څه څلورو زرو يوانو په اندازه د کتابونو او ډوډۍ لګښتونه برابروی٠دغه راز ښوونځی د بيوزلو کورونو له زده کوونکو څخه هيڅ تدريسی فيس هم نه اخلی ترڅوچه دوی په سالـم ډول زده کړه وکړی٠ د بيجينګ د تبتی ښوونځی ټول ښوونکي او کارکوونکي د زده کوونکو ډيره پاملرنه کوی٠ څرنګه چه تبت له بيجينګ څخه ډير ليری دی، نو د دی ښوونځی زده کوونکي نشی کولای چه د نورو ښوونځيو د زده کوونکو په شان د دوبی او ژمۍ د رخصتيو په موده کښی خپلو کورونو ته بيرته لاړ شی٠ نو له اووه لسو کالو راهيسی ښوونکي او کارکوونکي تل له زده کوونکو سره يو ځای رحصتۍ تيروی تر څو چه دوی لکه په خپلو کورونو کښی له خوښۍ او نيکمرغۍ څخه برخوردار شی٠ څرنګه چه په دوبی کښی د بيجينګ اقليم تود دی، نو د تبتی زده کوونکو ته د زده کړې د ښې زمينې د برابرولو دپاره د دی ښوونځی په ټولو درسی کوټو کښی ايرکنديشن نصب شويدی٠ د دی دپاره چه تبتی زده کوونکی د خپل کور له سختې يادونې څخه خلاص شی او په لا ښه شان سره په بيجينګ کښی زده کړه او ژوند وکړی، ښوونځی د هر کال د دوبی او ژمنۍ د رحصتۍ په موده کښی دوی راسمبالوی چه د خپلې دلچسپی له مخی په بيلا بيلو ګټورو فعاليتونو کښی برخه واخلی او د بيجينګ له پخوانی شاهی ماڼۍ او مشهور پارکونو څخه ليدنې کتنې وکړی تر څو چه دوی د خپل هيواد د تاريخ او کلتور په باب لا زيات معلومات ترلاسه کړی٠ دغه راز د دی ښوونځی د ليليې په هره کوټه کښی تيليفون هم نصب شويدی او زده کوونکي کله کله له خپلو خپلوانو سره تيليفونی خبرې کولای شی٠ له اوولسو کالو راهيسی ١٣٢٥ تنه غوره تبتی زده کوونکی د بيجينګ له تبتی منځنی ښوونځی څخه فارغ شوی او اکثريت يی د ازموينې ورکولو له لاری د چينګ هوا پوهنتون او بيجينګ پوهنتون په شمول د چين مشهورو پوهنتونونو ته داخل شويدی٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه له دوی څخه په سلو کښی نهه نوی برخه له پوهنتونونو څخه له فارغيدو نه وروسته بيرته تبت ته تللی او د خپلې پوهې په وسيله د ښکلی نوی تبت د ابادولو دپاره خدمتونه ترسره کوی، دوی د تبت د کرنې او ځنګلدارۍ عالمان ، طبی متخصصان ، د سرحدی پوځ قوماندانان، حکومتی مامورين، ممتاز سوداګران او وتلی هنرمندان ګرځيدلی دی٠ يقينی خبره ده چه د چين د مرکزی حکومت او د بيجينګ د ښاروالی په پاملرنه او د چين د بيلا بيلو ټولنيزو څانګو په مرسته د بيجينګ تبتی ښوونځی به په پر له پسی توګه پرمختګ وکړی او د تبت د تعليمی چارو دپاره لا زيات خدمتونه ترسره کړی٠