<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-20 19:00:20    
دوهمه برخه : د چين پوهنی او تعليمی چاری د يو مليارد ٣ سوو مليونو تنو خلکو دپاره خدمت کوی ( ٢)

cri

ګرانو دوستانو ،د چين حکومت په دی څوکلونو کښی نه يوازی کوشش کړی چه د کوچينيانود پوهولو او روزلو عمومی ميزان اوچت کړی بلکه يی دا هلی ځلی هم کړی دی چه د ګرد هيواد په ابتدايی ښوونځيو کښی خارجی ژبی ور زده کړی ٠ خبريال د شينجانګ د ويغوری قوم د خودمختاری سيمی د مرکز اوروموچی په يوه مکتب کښی وليدل چه شاګردان انګليسی ژبه زده کوی ٠ ښوونکی پيغلی سويدا خبريال ته وويل چه شاګردان د انګليسی ژبی له زده کړی نه زياته علاقه لری ٠

د چين حکومت د بنيادی روزنی د ښه ترسره کولو په عين حال کښی عالی روزنی او لوړو تعليماتو ته هم په ډيره درنه سترګه ګوری ٠ خصوصاٌپه دی وروستيو کلونو کښی د حکومت په رڼا کښی د عالی پوهنتونونوله خوا د زده کوونکو او اسپرانتانو د منلو طاقت زيات شوی دی ٠ سږ کال به د چين په عالی مدرسو او پوهنتونونو کښی٤ مليونه ٢ لکه تنه زده کوونکی ومنل شی چه دغه رقم په تاريخ کښی تر ټولو نه زيات دی ٠ خو سره له دی بيا هم مونږ بايد په دی ښه پوه شو چه اوس عالی ښوونځيو ته دزده کوونکود داخليدو ميزان يوازی د هغو زده کوونکو په سلو کښی ١٧ برخه نيسی کوم چه د پوهنی له لحاظه بايد عالی پوهنتونونو ته داخل شی ٠ چين به د خپل

پلان له مخی په ٢٠٢٠ کال کښی دغه ميزان ٣٢ ته اوچت کړی ٠

محترمو دوستانو –همدااوس مو د چين د تعليمی چارو په باب څه معلومات تاسو ته وړاندی کړل ٠ ددی مضمون لومړی پوښتنه دا ده چه په چين کښی څو کلن اجباری تعليمی نظام عملی شوی دی ؟

دوهمه دا چه په راتلونکو څو کالو کښی به د چين د تعليمی لګښتونو اضافی برخه په

عمده توګه په ښارونو کښی مصرف شي او يا په کليوالی سيمو کښی ؟

دريمه برخه : دليکونوځواب

رمز – وانګ جانی ! دا دی د راتلونکی راډيويی سيالۍ دوهم مضمون مو هم خپور کړ ، هيله ده چه اوريدونکو په دقت سره اوريدلی وی ٠ او د دريم او څلورم مضمون له خپريدو سره سم بايد ګران اوريدونکی زمونږ خپرو شويو پوښتنو ته ځوابونه وليکی او د سيالی د وروستی نيټی دمخه يعنی د اګسټ د مياشتی نه د روان کال د نوامبر تر پايه پوری يی مونږ ته راواستوۍ ، ترڅو يی نومونه په قرعه کشۍ يا پچه اچولو کښی شامل شي او بختور اوريدونکی ور څخه وټاکل شی ٠ په همدی هيله به د خپرونی په پاتی برخه کښی د څو ليکونو ځوابونه هم وړاندی کړو او لومړی ليک به راواخلم چه د بلوچستان د مسلم باغ څخه د سليمان خيل د کلب مرستيال شير خان سليمان خيل او غړو يی هر يوه رضاګل ، جلات خان کټوازی ، نياز احمد صابر او د کلب د نورو غړو له خوا راليږل شوی ، ډير ډير سلامونه يی ليکلی او دا يی هم زياته کړی ده چه دا زمونږ دريم ليک دی خو کوم ځواب مو نه دی ترلاسه کړی ٠

وانګ – مونږ هم شير خان سليمان خيل صاحب او ددوی د کلب ټولو غړو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ په هرحال که چيری د کوم اوريدونکی ليک مونږ ترلاسه کړو نو هرو مرو به يی په خپرونه کښی خپور کړو او هم به ددوی په پته د مجلو او نورو مطبوعاتی خپرونو سره يو ځای ځوابی ليک واستوو ٠ خوشحاله اوسۍ ٠

رمز – دا بل بيک د پاکستان دصوبه سرحد د کرم ايجنسی د صدی بازار د غرغښت عالی ليسی څخه زمونږ اوريدونکی حبيب ګل وطنپال طوطاخيل راليږلی زمونږ ټولو همکارانو او مونږ ته يی ګيډی کيډی سلامونه ليکلی او دا يی هم په خپل ليک کښی زياته کړی ده چه ستاسو ټولی خپرونی په دقت سره اورو هغه مو ډيری خوښيږی ، په ځانګړی توګه د چينی ژبی لوست خو تل اورو او غواړو چه له دی لاری چينی ژبه زده کړو او دا يی هم هيله کړی ده چه د چينی او پښتو ژبی قاموس او د نوی کال جنترۍ راوليږی ٠

وانګ – ګرانه وروره ! زمونږ ډير ډير سلامونه هم ومنی ، د پښتو او چينی ژبی قاموس خو مونږ په لاس کښی نه لرو ، ځکه دا ډول قاموس تر اوسه پوری چا نه دی ليکلی خو نوری خپرونی به هرومرو دروليږو ٠ خوشحاله اوسۍ ٠

رمز - د شمالی وزيرستان د ضلع بنون د ميرانشا څخه زمونږ اوريدونکی طلاخان پخپل راليږل شوی ليک زمونږ د خپرونی او هر کارکوونکی نوم په جلا جلا توګه ليکلی او ډيرډيرسلامونه يی ليکلی دی ٠

وانګ - مونږ هم طلا خان ورور ته د زړه له کومی سلامونه وړاندی کوو ٠ د چين د لوی ديوال په هکله يی د معلوماتو او د چين د نقشی د رسمونو څخه هم مننه

کوو٠ هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راواستوی ٠ بريالی اوسۍ ٠

رمز – او د خپرونی وروستی دری ليکونه زمونږ دايمی دوست او اوريدونکی د کوهاټ د ګهمکول دريم لمبرکمپ څخه داريوب د کلب مشر ښاغلی محمد اقبال بشر دوست اريوبی راليږلی او په هر ليک کښی يی ګيډی ګيډی سلامونه ليکلی او دا يی زياته کړی ده چه مونږ د چين د بينالمللی راډيو يو مستقل اوريدونکی يو ٠ مونږ کوشش کوو چه د چين بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی اوريدونکی ډير زيات شي او ستاسی خپرونه لازيات پرمختګ وکړی٠ ستاسی د خپرونی ترقۍ زمونږ اصلی مقصد دی مونږ غواړو چه ټول پښتانه وروڼه ستاسی خپرونه واوری ٠ او له تاسی سره خپل قلمی رابطه وساتی او ستاسی پروګرامونه په خپلو ليکونو باندی ښايسته کړی ٠ زمونږ د کلب ټول غړی لويديځ چين ته د کلتوری سفر سيالی ګټونکو ته د زړه له کومی مبارکی وايو ٠

وانګ – مونږ د اريوبی صاحب د اخلاص او مينی نه ډکوسلامونو ته وعليک وايو ٠ مونږ هيله لرو چه لا زيات پښتانه وروڼه اوخويندی د چين د بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی واوری او زمونږ سره يو ځای د دغو خپرونو د ښايست دپاره ګډ کوشش وکړی ٠ دغه شان مونږ هم هيله لرو چه ګران دوستان په روانه معلوماتی سيالی کښی فعاله برخه واخلی او پوره کاميابی ترلاسه کړی ٠ ډيره مننه ٠