<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-27 09:02:29    
د چين د خوۍ قوم د يوه مسلمان سپين ږيری کيسې

cri

د ختيځ چين د شان دونګ ولايت د ځاو جوانګ ښار د شان تينګ د سيمې د چينګ تو کلی د چين د حکومت لخوا د قومی يووالی د ساتلو په باب د ټول هيواد د نمونې په حيث ټاکل شويدی٠ په دی کلی کښی د خوۍ قوم يو نامتو مسلمان سپين ږيری شته ، هغه يانګ ژوۍ سيانګ نوميږی او نهه شپيته کلن دی چه د خپلې سيمې د اقتصاد د انکشاف د پرمخبيولو دپاره يی ډير زيات خدمتونه ترسره کړيدی٠ اوس يانګ ژوۍ سيانګ د ځاو جوانګ ښار د شان تينګ سيمې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دائمی کميټې غړی، د ځاو جوانګ ښار د ولسی کانګرس نماينده او د دی ښار د اسلامی ټولنې د دائمی کمسيون غړی دی٠

د چينګ تو کلی يو داسی لوی کلی دی چه د خوۍ قوم مسلمانان او د چين د لومړی لوی قوم << هان >> هيوادوالان پکښی په ګډ ه توګه اوسيږی ٠د کليوالو شمير يی څه دپاسه څلور زره اته سوه تنه دی او له دې جملې څخه د خوۍ قوم مسلمانان له شپږ سوو تنو څخه زيات دی٠ له هغه وخت راهيسی چه په ١٩٦٠ کال کښی يانګ ژوۍ سيانګ د محلی ولسی سياسی کنفرانس د غړی دنده په غاړه اخيستې، هغه تل تر وسی پوری د خوۍ او هان قومونو د کليوالو دپاره خدمتونه کوی او د کلی د لويو موضوعاتو د حلولو او د مشکلاتو د ليری کولودپارهر هڅې کوی ٠

پخوا د چينګ تو د کلی د مسلمانانو اقتصاد نسبتأ وروسته پاتی ؤ٠ نو له دی امله ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ تل د دی وروسته پاتيوالی د ليری کولو لاری چارې لټولې او په مسلسله توګه يی څو غيرمنتظر کارونه کړی چه په نتيجه کښی د مسلمانانو اقتصاد چټک انکشاف موندلی دی ٠

لومړی _ د چينګ تو په کلی کښی د څه دپاسه لسو هکتارو په مساحت د مڼو د ونو يو کوليکتيفی باغ شته ، څرنګه چه ونې يی نسبتأ زړې شوې او د ونو پالنه هم ښه نه وه، نو په تيرو څو کالو کښی اکثرو ونو مڼۍ نه کولې، څو کليوالو په وار سره دا باغ په ټېکه واخيست او و يی غوښتل چه له باغ څخه اقتصادی ګټې ترلاسه کړی، خو دوی په دی کار کښی ناکام شول٠ په ١٩٨٦ کال کښی ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ په جرأت سره دا باغ په ټېکه واخيست، هغه څو څو ځله د ميوو کرلو متخصصان راوغوښتل چه د مڼو د ونو د زړيدو مسئله حل کړی او مربوطه تخنيکی لارښوونه ترلاسه کړی، د هغه د ښې پالنې په اثر د دی باغ ونې بالاخره ځوانې شوېدی او اوس په هر کال کښی ورڅخه دری لکه کيلوګرامه مڼۍ ترلاسه کيږی او ډيرې ښې ګټې اخيستل کيږی٠

دوهم _ ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ له بډای کيدو نه وروسته د خوۍ او هان قومونو له لسو تنو بااستعدادو او هوښيارو بزګرو سره يو ځای د څه دپاسه يو لکو ژن مين بي يوانو پانګو په راغونډولو سره د اوړو د توليدولو يوه سهامی فابريکه جوړه کړه٠ څرنګه چه دوی خپل عزت او د اوړو کيفيت ته لومړی اهميت ورکوی، نو د دې فابريکې لخوا توليد شوی اوړه تود بازار لری او په دوهم کال کښی يی ټولې هغې اصلی پانګې بيرته ترلاسه کړې کوم چه د فابريکې په جوړونه کښی اچول شوې٠ نو نورو کليوالو هم وغوښتل چه له دې فابريکې څخه اسهام واخلی٠ په ١٩٨٩ کال کښی ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ د دغو کليوالو د بډای کولو دپاره په قطعی توګه خپل اسهام نورو کليوالو ته پريښودل٠

دريم _ ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ له لوبيا څخه د خوراکی شيانو د توليدولو يوه بله فابريکه جوړه کړې او له هر ماشين څخه ترلاسه شوی کلنی ګټه يی لس ګونو زرو ژن مين بي يوانو ته رسيږی ٠ خو هغه د خپلې فابريکې دومره پاملرنه نه کوی او له لوبيا څخه د خوراکی شيانو د چمتو کولو په برخه کښی د ټول کلی چارو ته د انکشاف ورکولو دپاره تر وسی پوری کوششونه کوی ٠ هغه له کليوالو سره د مشورې او تحقيقاتو له لاری پيشنهاد وړاندی کړ چه په کلی کښی د لوبيا د خوراکی شيانو د توليدی چارو انکشاف بايد د ډله ايزې لارې د بيولو او د ښو ډولونو د رامنځ ته کولو پر اساس ولاړ وی٠ د ده په پيشنهاد د چينګ د تو کلی د کليوالو شپاړسو کورونو د خپلې دستګاه په ځای لويې معياری فابريکې جوړې کړې او په جلا جلا توګه يی د خپلو توليدی شيانو دپاره تجارتی مارکه ثبته کړيده٠

اوس د چينګ تو په کلی کی له لوبيا څخه د خوراکی شيانو د توليدولو د صنائعو کلنی توليدی ارزښت دوه سوو مليونو ژن مين بی يوانو او اقتصادی ګټې يی شل مليونو يوانو ته رسيږی چه په دی اثر دا کلی په چين کښی د لوبيا د محصولاتو تر ټولو لوی توليدی مرکز ګرځيدلی دی ٠ د دی کلی د مسلمانانو کلنی عائدات د هر تن په حساب دری زرو پنځه سوو دری اويا ژن مين بی يوانو ته رسيدلی او د محلی سيمې له منځنی سويې څخه څه دپاسه يو زر يوانه زيات دی٠

ښاغلی يانګ ژوۍ سيانګ وويل چه که څه هم زه زوړ شوی يم، خو غواړم چه په مداومه توګه د ټولو کليوالو دپاره خدمتونه ترسره کړم او د دوی د بډای کولو دپاره کوششونه وکړم٠