<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-08-27 19:03:37    
داوريدونکو د ليکونوځواب

cri

رمز – وانګ جانی ! زمونږ همدا او راتلونکی خپرونی به هم دچين دولسي جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ د سی اړ ای د راډيويی سيالۍ د مضمونونو په خپرولو ښکلی وی او د خپرونی ډيروخت همدی مصمونونو ته ځانګړی شوی دی ٠ خو سره له دی هم د خپرونی په پاتی برخه کښی به خپل اوريدونکی نه هيروو او د هغوی ليکونو ته به په لنډ ډول ځوابونه هم وړاندی کوو ٠

وانګ – سمه ده او مونږ به تل ددی هڅه وکړو چه په خپرونه کښی د اوريدونکو رارسيدلی ليکونه ولولو او د اوريدونکو نه دا هيله هم کوو چه زمونږ په همدی روانه سيالی کښی برخه واخلی او د خپلو ځوابونو په راليږلو سره زمونږ خپرونه لا نوره هم بډايه کړی ٠ او اوس له تاسو رمز صاحب څخه هيله کوم چه لومړی ليک راواخله چه د چا له خوا او له کوم ځای څخه مونږ ته رارسيدلی دی ٠

رمز – مننه ! وانګ جانی ، چه ما ته دی د لومړيتوب حق راکړ او دا ليک هم لومړی ليک دی چه په لومړی ځل زمونږ لومړنيو اوريدونکو هر يوه اختر جان زهير ، فصل جان سرګردان ، محمد اشرف کاکړ ، عزيزالله او عطا محمد شاهی د صوبه بلوچستان د پشين کلی تراټی څخه راليږلی او ټولو په خپل دغه لومړنی او ښکلی ليک کښی يی ګيډی ګيډی سلامونه هم ليکلی ، د ليک تر څنګ يی دوه ښکلی عکسونه چه د عکسونو ترشا د اختر جان زهير نوم ليکل شوی

هم رارسيدلی دی ٠

وانګ – دسلامونو او ښکلی ليک څخه يی ډيره مننه کوو او مونږ هم پخپل وارسره نوموړو نويو اوريدونکو ته ګيډی ګيډی سلامونه وړاندی کوو ٠ زمونږ هيله دا ده چه په راتلونکی کښی هم خپلی اړيکی له مونږ سره ټينګی وساتی ٠ د فريادی صاحب د غزل څخه يی هم مننه کوو خو د وخت د لنډوالی له امله يی د نه خپريدو څخه بخښنه غواړو ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز – دا بل ليک او څو مقالی د هنګو نه زمونږ ديارلس کلن اوريدونکی عارف

بختيار او وړوکی ساجد بختيار چه د خپل پلار په شان د سی ار ای له اوريدو سره مينه لری راليږلی او د سلامونو تر څنګ يی ګټور وړانديزونه او مشوری هم ليکلی ٠ همداشان يی پخپل ليک کښی زياته کړی ده چه کله چه د سی ار ای نه خپل ليک وانه ورم نو زړه می غواړی چه راډيو په ديواله وولم ٠ بله ښه خبره او ښه زيری يی دا دی چه زما کوچنی زوی هم په دی ښه پوهيږی چه زه څومره د چين د بينالمللی راډيو سره مينه لرم ٠ کله چه راډيو راواخلم نو را ته وايی چه سی ار ای اوری٠ ښاغلی بختيار صاحب د خپل مينه ناک ليک تر څنګ دوه لنډی مقالی هم راليږلی او په سيالی کښی يی د ګډون غوښتنه کړی ده ٠

وانګ – د بختيار صاحب د ټولو نيکو هيلو او سلامشورو څخه ډيره مننه کوو ٠ مونږ هم دوی ، ددوی کورنی او د مينی نه ډک ماشوم وړوکی ساجد جان بختيارته سلامونه وايو ٠ د عارف بختيار صاحب هر ليک چه په دقت سره يی ليکلی اومونږ ته رارسيدلی هغه مو خپاره کړی دی ٠نو هيله مو دا ده چه خپل

راډيو دی په ديوال نه ولی ٠ بله دا چه زمونږ د مقالو ليکلو سيالی څومياشتی دمخه پای ته رسيدلی ده ٠زمونږ هيله دا ده چه په راروانه سيالی کښی ګډون وکړی او پخپل وخت ځوابونه راواستوی ٠ ستاسو د نورو ليکونو په تمه ٠

رمز – د پيښور د زرګر اباد له محل څخه شيرولی خان فلاينګ کوچ والا د خپل ليک په ترڅ کښی يوه مقاله د چين او پاکستان د اړيکو په هکله راليږلی او د خپريدو او په سيالی کښی يی د ګډون غوښتنه کړی ده ٠

وانګ – شيرولی خان ورور ته سلامونه وايو ٠ د مقالی نه يی مننه کوو ، خو اوس دمقالی ليکلو د سيالی وخت لا پخوا پای ته رسيدلی دی ٠ هيله کوو چه په راروانه سيالی کښی ګډون وکړی او په خپل وخت مونږد خپرو شويوڅلورو مضمونو ځوابونه راوليږی ٠ ددوی د ليکونو په تمه