<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-02 18:50:16    
د بيلا بيلو قومونو د خلکود يووالی په باب کيسې

cri

د شمال لويديځ چين د ګان سو د ولايت د اکسای د قزاق د قوم په خودمختاره ولسوالی کښی د قزاق، ويغور، سالار، تبت، خوۍ او هان په شمول د چين د يوولسو قومونو خلک اوسيږی٠ دوی يو د بل درناوی کوی، يو له بل سره مرسته کوی او د خپل منځی يووالی د ساتلودپاره هڅې کوی٠ که څه هم د دوی مذهبی عقيدې يو شان نه دی او قومی دودونه يی هم توپير لری، خو له پنځوسو کالو راهيسی د اکسای په خودمختاره ولسوالی کښی هيڅ قومی تضاد او شخړه نده پيښه شوې٠ نو په نننی پروګرام کښی به تاسی د دې ولسوالۍ د قومی يووالی په باب څو کيسې واوری٠

د اکسای د خودمخارې ولسوالې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دفتر ٤٢ کلن مامور انتماک د قزاق له قوم څخه دی، که د ده نوم په پښتو ترجمه شی، د يووالی معنی لری٠ د ده په هکله يوه په زړه پوری کيسه پيښه شوې چه په ١٩٦٢ کال کښی د انتماک د زيږيدو په ترڅ کښی مشکل ولادت پيښ شو او مور يی د مرګ له خطر سره مخامخه شوه٠ خپلوانو يی سمدلاسه هغه د ولسوالی روغتون ته وليږله٠ د قزاق، هان، تبت او خوۍ د څلورو قومونو د ډاکټرانو د ګډو کوششونو له امله هغې په ارامه توګه خپل زوی وزيږاوه٠ د ده مور وويل چه د څو قومونو د ډاکټرانو د يووالی او همکارۍ په اثر هغه او خپل زوی له مرګ څخه ژغورل شويدی، نو پر زوی باندی يی د << انتماک >> يعنی د يووالی نوم کيښود٠ هر کله چه انتماک خپل نوم يادوی ، په ژورو احساساتو سره وايی چه که د بيلا بيلو قومونو د ډاکټرانو غوره طبی مهارت نه وای ، زما د مور او زه به ژوندی نه وای ، که د ولسی حکومت پاملرنه نه وای ، زما د کور نننی نيکمرغی به هم نه وای٠

د دې ولسوالی دجيان شه د علاقه دارۍ مالداره اسد په ١٩٨٨ کال کښی د ماشوم د زيږولو په ترڅ کښی ډيرې زياتې وينې له لاسه ورکړې ٠ د دې ژوند ته د نجات ورکولو دپاره بايد سمدلاسه هغې ته وينې ورکړای شوی وی ، خو په هغه وخت کښی د روغتون د وينو په بانک کښی وينې نه وې٠ کله چه د هان او قزاق قومونو څو تنه وروڼه په دی خبر شول ، خپل مٍټی يی ډاکټرانو ته وغزول او ويی ويل چه زما وينې هغې ته انتقال کړی٠ له تجزيې نه وروسته د هان قوم د دوو تنو وروڼو او د قزاق قوم د درو تنو وينې د اسد بدن ته انتقال شوې چه هغه او خپل غبرګونی زامن له مرګ څخه وژغورل شول٠ له شپږو کالو راهيسی ميرمن اسد هيڅکله د هغه وخت حالات ندی هير کړې او بيا بيا وايی چه زما په بدن کښی د هان او قزاق د پنځو تنو وروڼو وينې بهيږی ، دوی زمونږ د دريواړو ژغورونکی دی٠

د اکسای د قزاق د قوم په خودمختاره ولسوالی کی د هان او قزاق د قومونو د خلکو ترمنځ د ورورګلوۍ ژور احساسات قايم شويدی٠د هان قوم تقاعد شوی مامور وانګ جيا ليانګ اوس د ګان سو د ولايت د جيو چيوان په ښار کښی اوسيږی ، خو د اکسای په ولسوالی کښی د ده يو بل کور هم شته ٠ د قزاق د قوم فقيد سپين ږيری محمد لا پخوا له هغه سره د وروڼو په شان ؤ٠ وانګ جيا ليانګ کله نا کله پخوانی حالات يادوی٠ په ١٩٦٠ کال کښی ځوان وانګ جيا ليانګ د کار دپاره د اکسای د ولسوالی د هه پينګ د علاقه دارۍ د ان نان با کلی ته ورغی او له محمد سره يو ځای يی د کلی د پسونو رمه په ټېکه واخيستله٠ څرنګه چه وانګ جيا ليانګ يوازی و، نو محمد هغه خپل کور ته بيوه، دوی دواړو سره يو ځای د وروڼو په شان د پنځو کالو په موده کښی کار او ژوند کاوه ٠ د محمد کورنۍ به وانګ جياليانګ د خپلې کورنۍ د يوه غړی په حيث باله ٠ د وانګ جياليانګ له واده نه وروسته د محمد کورنۍ په صميمی توګه د وانګ جيا ليانګ کور ته << کوچنی کور>> وايی، نو د محمد کور د وانګ جيا ليانګ << لوی کور >> ګرځيدلی دی٠ وروسته له هغه چه وانګ جيا ليانګ د نوی کار دپاره د ولسوالی مرکز ته ولاړ، هغه هر کال د کلی لوی کور ته سکاره او واره ورليږل او لوی کور به هم کله کله د پسونو غوښې د ښارګوټی کوچنی کور ته سپارلې٠کله چه د وانګ جيا ليانګ زوی واده کاوه، محمد لس پسونه او نور محلی محصولات د تحفې په توګه ښارګوټی ته وروليږل٠ که څه هم اوس وانګ جيا ليانګ د جيو چيوان په ښار کښی اوسيږی او محمد له دنيا څخه لاړ ، خو د دوی دواړه کورونه لا هم کله نا کله تګ راتګ کوی ٠

اوس د اکسای په خودمختاره ولسوالی کښی د يوولسو قومونو وروڼه او خويندې په روغه سره ګډ ژوند کوی او په هر ځای کښی يی له قومی يووالی څخه ډکه منظره ليدل کيږی ٠