د چين بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی : د ملګرو ملتو د مهاجرينو د چارو د عالی کميشين د دفتر مامور د روانی مياشتی په دوهمه نيټه په جينوا کی وويل چی د٢٠٠٢کال د اپريل راهيسی څه د پاسه يو ميليونافغان پناه وړونکی له ايران څخه خپل هيواد ته بيرته راستانه شول په ايران کی د نوموړی دفتر د استازی فيليپ لاوانچی په قول له دی امله چی د ملګرو ملتو د مهاجرينو د چارو دفتر نوی مناسب تدبيرنه نيولی دی نو د څو اوونيو راهيسی زيات شمير افغان پناه وړونکی له ايران څخه بيرته راستانه شول ، تقريبا هره ورځ٤٠٠٠ تنه بير ته خپل هيواد ته راستنزی .
د لاوانچی د اټکل له مخی د راتلونکی کال تر مارڅ پوری دوه لکه افغان پناه وړونکی به له ابران څخه بيرته خيل وطن ته ځی . د ملګرو ملتو د مهاجرينو د چارو د دفتر د احصائيی له مخی په منځنی ډول اوس نور يو ميليون د افغان پناه وړونکی لا هم په ايران کی پاتی دی .