د چين د بين المللی راډيو د خبر له مخی ،د هند خارجه وزير نتوار سينګ د روانی مياشتی په ٢ مه نيټه په نوی ډلی کی خبريالانو ته وويل چه د روانی اوويی په پای کی به د هند او پاکسيتان د خارجه وزيرانو په خبرو اټرو کی حتما له پاکستان څخه د راغلی ترهګری بحث وشی.
هغه وويل چه سږ کال په لومړيو وختونو کی د هند او پاکستان د هراړخيز ديالوګ بهير د پيل نه وروسته ،د هندی کشمير په سيمه کی له پاکستان څخه د راغلو ترهګرو فعاليتونه ډېر کم شوی دی، مګر د جون راهيسی دغه فعاليتونه نور هم زيات شويدی. نو له دې امله ، هغه به د خبرو اترو په ترڅ کی د پاکستان له خارجه وزير سره په دې هکله د نظريو تبادله وکړی.