<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-03 19:50:58    
د ليکونو ځوابونه

cri
 رمز – وانګ جانی ، زمونږ راډيويی سيالی ٤ م مضمون هم دا دی خپور شو او له اوريدونکو څخه دا هيله کوو چه خپل ځوابونه ډير ژر مونږ ته راوليږی ٠ د يادونی وړ هم بولو چه نوموړی خپاره شوی مضمونونه په راتلونکو خپرونو کښی بيا بيا خپريږی ٠ ترڅو زمونږ ټول اوريدونکی د نوموړو خپرو شويو مضمونونو په اوريدو سره بريالی شی ٠

وانګ – رمز صاحب ، دا ډيره ښه خبره ده چه اوريدونکی د چين دولسی جمهوريت د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په وياړ زمونږ په راډيويی سيالی کښی پوره ګډون وکړی او له دی امله به مونږ په تکرار سره د سيالی دپاره نوموړی خپاره شوی مضمونونه خپاره کړو او اوس د خپرونی په پاتی برخه کښی دا ليک راواخلو چه زمونږ د دايمی اوريدونکی او د اريوب د کلب د صدر محمد اقبال بشر دوست اريوبی صاحب ليک دی چه د کوهاټ د ګهمکول د دريم لمبر کمپ څخه يی راليږلی او پکښی يی ليکلی چه د سی ار ای ټولی خپرونی مو خوښيږی ٠ په ځانګړی توګه د مونږ او اوريدونکی خپرونی اوريدو ته ورځی شميرو ، کله چه د جمعی مبارکه ورځ راورسيږی نو ماښام ټول کارونه پريږدو او د خپلو راډيوګانو ترڅنګ د چين د بينالمللی راډيو د پښتو خپرونی د مونږ او اوريدونکی پروګرام خپريدو ته ناست يو او د خپلوليکونو اوريدو ته د انتظار شيبی تيروو ٠

رمز – د اريوبی صاحب ګيډی ګيډۍ سلامونو ته مونږ هم ګيډۍ ګيډۍ سلامونه وايو، د ستاينو څخه يی مننه کوو ٠ مونږ به نور هم کوشش وکړو چه دغه خپرونه لازيات ښکلی جوړه کړو ٠ دا دوه ليکونه د کرم ايجنسی د ګواګی د خونو د کلی څخه امين الله اريوبی راليږلی ، سلامونه يی ليکلی او بيا يی زياته کړی ده چه که چيری زما ليکونه خپاره کړی نو زه به پر تاسو يعنی پرمونږ د ليکونو باران واورم ٠

وانګ – د امين الله اريوبی د ليکونو څخه ډير خوشحاله شولو ٠او مونږ هيله من يو چه په راتلونکی کښی هم هماغسی چه وايی د ليکونو باران به جوړ کړی راوليږی ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز – د پاکستان د پيښور د جلوزی کمپ څخه مهاجر عاقل عاقلی په خپل ليک کښی مونږ ټولو ته د زړه له اخلاصه سلامونه ليکلی او د پروګرام د ستاينی تر څنګ يی ځينی وړانديزونه اوغوښتنی هم ليکلی دی ٠

وانګ – مونږ هم ورته سلامونه وايو او وړانديزونه به يی په پام کښی ونيسو او هڅه به وکړو چه د امکاناتو سرهسم به يی د ترسره کيدو لاری چاری ولټوو ٠

رمز – دغه راز دا ليک د پاکستان د صوبه بلوچستان د مسلم باغ څخه دسلمان خيل کلب د مرستيال شير خان سلمان خيل او غړو يی هر يوه اکرم سلمان خيل ،رحمت ګل او عجب خان سلمان خيل له خوا رارسيدلی او دا وروستی ليک د بلوچستان د چمن څخه زمونږ محترم ورور حافظ سيد علی راليږلی دی ٠ مونږ نوموړو وروڼو ته هم د زړه له کومی سلامونه وايو او هيله ده چه په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه راواستوی ٠ خوشحالی ور ته غواړو ٠