د چين د بين المللی راډيو د خبريالانو د خبر له مخی د پاکستان جمهور رئيس پيرويز مشرف او صدر اعظم شوکت عزيز د سپتمبر په ٣ مه نيټه په اسلام اباد کی دا څرګنده کړه چی پاکستان به د جنوبی اسيا د سولې او ثبات د پرمخبيولو او د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په شمول د ټولو شخړو د حلولو دپاره کوښښ وکړی، څو چی په دې سيمه کی سوله او کراری راټينګه شی.
دوی د جنوبی اسيا د سولې او ثبات د پرمخبيولو په باب د پاکستان درېځ تائيدکړ او دا يی څرګنده کړه چی د پاکستان او هند ترمنځ د کشمير په شمول د ټولو شخړو حلول يو ډېر ضروری کار دی.