د چين بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی : د هند او پاکستان خارجه وزيرانو چی اوس د هند په مرکز نوی ديلی کی خبری اتری کوی د روانی مياشتی په پنځمه نيټه څرګنده کړه چی دواړه خواوی د ذات البينی روابطود ژر تر ژره عادی کيدو دپاره د متقابل اعتماد په حکله دځينو تدبيرونو په باب موافقی ته ورسيدی .
د يوه خبر له مخی د نوموړی موافقی ځينی محتويات له دی څخه عارت دی چی دواړه خواوی بايد په مداومه توګه د کشمير په خپلو کنترولی کرښو کی اور بند تر سره کړی او دواړه لښکرونه دی د سياچين په يخچال کی د نظامی تماس نه لاس واخلی . يوه بل خبر له مخی د موافقی مربوط مشخص محتويات به د روانی مياشتی په ٦مه نيټه د نوموړو خبرو اترود ختميدو په وخت کی اعلام شی .د دواړو خواوو مامورين وويل چی په لومړنی ورځ کی د خبرو اترو فضا ښه وه او دواړو هيوادونه ټول غواړی سوله ايز جريان ته دوام ورکړی .