د سين هوا أژانس د خبر لمخې د افغانستان د هرات په ولايت کي د رواني مياشتي په دوولسمه نيټه يو وار بيا شخړه وشوه او د هرات د والي اسمعيل خان څلورو سوو تنو ملاتړ کوونکو د امريکې او حامد کرزي په ضد نارې ووهلې او يو نظامي کمپ او د م م د مرستندوي هيات او د ماشومانو د صندوق دفترونه يي وسوزول ٠ په همدي ورځ د اسمعيل خان پيروانو له پوليسو سره نښته وکړه ، خو تلفات يي ندي معلوم شوي ٠
|