د چين د شينجيانګ د ويغوری قوم د خودمختارې سيمې د چينګ هه د ولسوالی تقاعد شوی مامور حبيب الله او د ده ميرمن له څه دپاسه ديرشو کالو راهيسی د څو قومونو څه دپاسه لس تنه يتيمان روزلی دی٠ دوی دواړو د خپلو پراخو سينو په وسيله دغو ماشومانو ته د بشردوسته صميمی مينه ورکړې او د شاوخوا خلکو زړونه يی هم د دی صميمت دپاره هڅولی دی٠ د تيرې پيړۍ د اوومې لسيزې په پيل کښی د حبيب الله ګاونډی يعقوب او د يعقوب ميرمن په وار سره له دنيا څخه سترګې پټې کړې او دری ماشومان ورڅخه راپاتی شول٠ ښاغلی حبيب الله او ميرمن يی نوموړی دری يتيمان خپل کور ته يوړل او د دوی د ساتلو او روزلو دنده يی په غاړه واخيستله٠ په هغه وخت کښی د حبيب الله کورنۍ اصلأ اووه تنه غړی درلودل او درو کشرو ښينو يی هم ورسره يو ځای ژوند کاوه، خو د ده معاش کم و، نو د ژوند سويه يی نسبتأ ټيټه وه٠ مګر هغه له خپلې ميرمن سره يو ځای د يتيمانو د سالمې ودې دپاره تر وسی پوری کوششونه وکړل٠ وروسته له هغه حبيب الله په وار سره نورو څو تنو يتيمانو ته پناه ورکړه٠ محلی حکومت د حبيب الله او د ده د ميرمن د عالی او لوړواخلاقو څخه قدردانی وکړه او دوی ته يی يو شمير نغدی مرستې ورکړې٠ دغو پيسو د حبيب الله دپاره ډير مهم رول لوبولای شو ، خو هغه نوموړی پيسی پخپله وانه اخيستې او د هان قوم بيوزلی بزګر ښاغلی جين ته يی ورکړې٠ ښاغلی جين د وچې غاړې په ډيرې سختې ناروغۍ اخته شو او هغه هم دری ماشومان درلودل ٠ حبيب الله او خپلې ميرمن يی د بزګر جين د ناروغۍ د درملنی دپاره هغه د ولسوالی مرکز ته يوړ او د ده دری ماشومان يی خپل کور ته راوړل٠ ښاغلی جين د مړه کيدو نه مخکښی د حبيب الله د لاسونو په نيولو سره په لړزيدلی غږ سره وويل چه له څه دپاسه لسوکالو راهيسی تاسو او ستاسی کورنۍ پرما او زما ماشومانو باندی ډيره مهربانی کړېده او زمونږ ژوند مو ژغورلی دی ، خو بخښنه غواړم چه زه ستاسو د مهربانۍ له امله څه نشم درکولای، ستاسو څخه غوښتنه کوم چه زما ماشومان وساتۍ! د حبيب الله له سترګو څخه اوښکې توئې شوې ، هغه وويل چه ښه وروره، ارام شه ! ستاسی ماشومان زما ماشومان هم دی٠ تر هغه وخت پوری د حبيب الله په کورنۍ کښی څه دپاسه شل تنه غړی موجود وو، خو هغه به تل د يتيمانو خاصه پاملرنه کوله چه ښه خوراکونه به يی لومړی يتيمانو ته ورکول او ښه پوښاک به يی هم يتيمانو ته ورکاوه٠ ټول يتيمان له حبيب الله او د ده له ميرمن سره ډيره مينه لری او دوی دواړو ته پلار او مور وايی٠ اوس دغو څه دپاسه لسو تنو يتيمانو ټولو واده کړيدی چه ځينی يی مامورين، ځينی يی کارګران او سوداګران او ځينی يی بزګران دی٠ که څه هم دوی خپل کور لری، خو هيڅکله د دغو دوو زړو کسانو مهربانی نه هيروی او کله نا کله د مور او پلار کور ته بيرته ځی ، په تيره بيا د اخترونو او نوی کال د نمانځنې په وخت کښی دوی خامخا د تحفې او سوغات په وړلو سره د دوو زړو کسانو پوښتنه کوی، دغه راز دوی په منظمه توګه د پوست له لاری مور او پلار ته پيسی استوی٠ هر کله چه دوی له پلار او مور سره يو ځای کيږی، د سپين ږيری حبيب الله کور له نيکمرغۍ او خوشحالۍ څخه ډک وی ٠ حبيب الله او د ده ميرمن په ټولنه کښی نور زيات خيريه کارونه هم کړيدی٠ يوه ورځ د چينګ هه د ولسوالۍ يوې ښځې د ماشوم د زيږولو په ترڅ کښی زياتې وينې له لاسه ورکړې، حبيب الله له يوې خوا هغې ته د يو زرو ژن مين بی يوانو په اندازه نغدی مرسته ورکړه او له بلې خوا يی له خپلو ټولو اولادونو څخه غوښتنه وکړه چه د وينو د تجزيه کولو دپاره روغتون ته لاړ شی څو چه نوموړې ښځې ته وينې انتقالی کړی٠ په ١٩٧٩ کال کښی د چينګ هه ولسوالی د سختو واورو د اوريدو په اثر له مصيبت سره مخامخه شوه ، تقاعد شوی حبيب الله د اقتصادی ستونزو سره سره مصيبت ځپلو خلکو ته د پيسو بسپنه ورکړه ، د ده عمل په ټولنه کښی ډير ښه عکسالعمل راپيدا کړ او د سرمشق رول يی لوبولی ؤ چه په نتيجه کښی په دی ولسوالۍ کښی ډير ژر له مصيبت سره د مجادلې دپاره د بسپنې ورکولو لوړه څپه رامنځ ته شوه او د مصيبت ځپلو خلکو د ژوند د تامينولو دپاره ښه زمينه برابره شوه ٠