<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-17 08:56:43    
د پاکستان حکومت د حامد کرزي په ضد د بريد پر پيښې باندې سخته غندنه وکړه

cri
د چين د بين المللي راډيو د خبريال دخبر له مخې د پاکستان حکومت دسپتمبر په شپاړسمه نيټه د افغانستان د انتقالي  دولت  په رئيس حامد کرزي باندی بريد وغانده ٠ د پاکستان د خارجه وزرات نطاق مسعود خان په همدي ورځ وويل چه د افغانستان عمومي انتخابات ، سياسي ثبات او بيا رغاونه ټول د افغانستان او د تمامې سيمې د ارامتيا او سولې له پاره ګټور دي ٠ بين المللي ټولنه بايد د هر ډول تروريزم د له منځه وړلو له پاره زيات قوت واچوي ٠ حامد کرزي په شپاړسمه نيټه د الوتکې په ذريعه  د افغانستان جنوب ګرديز ښار ته  د رسيد و او د ګرديز په هوايي ميدان کې د الوتکې د ښکته کيدو په وخت کې د توغنديو له بريد سره مخامخ شو ، خو د الوتکې د ښکته کيدو د ځاي په زر متره واټن کې  ولګيد چه الوتکې ته کوم زيان  ونه رسيد  ٠ د نوموړي پښې نه وروسته طاليبانو سم د لاسه اعلان وکړ چه دوي د نوموي پيښې مسئوليت په غاړه لري