د چين د بين المللی راډيو د خبريال د خبر له مخی ، د افغانستان د اسلامی انتقالی دولت رييس حامد کرزی د جمهور رياست د څوکۍ د ګټلو په فعاليتونو کی د ګډون لپاره د سپټمبر په ١٦نيټه په هيليکوپترکی ګرديز ښار ته روان شو ، خو د نوموړی هيليکوپتر د ښکته کيدو په وخت کی د راکټ له بريد سره مخامخ شو . له نيکمرغه ښاغلی کرزی د نوموړی پيښې څخه په امن کی پاتی شوی دی . له همدی سببه د امنيت په نظر کی نيولو سره رييس کرزی پريکړه وکړه چه د مرکزکابل په بهرنيو انتخاباتی فعاليتونو کی له ګډون څخه لاس واخلی او په مستقيمه توګه په نوموړی هيليکوپتر کی کابل ته را ستون شو . د عامه افکارو په نظر له دی پيښی څخه څرګنديږی چه د افغانستان د عمومی انتخاباتو د نيټې په رانژدي کيدو سره په دی هيواد کی د امنيت اوضاع د انديښنی وړ دی .
د نوموړی پيښی نه وروسته طالبانو سمدلاسه اعلان وکړ چه دوی به د پيښی مسئوليت په غاړه واخلی . د طالبانو نظامی قوماندان عبدل رؤف په همدی ورځ وويل چه دوی په ١٥ نيټه د کرزی د نوموړی سفر تفصيلات معلوم کړل او په دی هکله يی حمله کوونکی پلان جوړ کړ. امأ د افغانستان حکومت څرګنده کړه چه اړوندې څانګی نوموړی پيښه تر تحقيقاتو او پلټنې لاندی نيسی ، نو اوس دپيښی د اصلی جوړونکو د قضاوت کولو وخت نه دی . د عامه افکارو په نظر ،ښکاره ده چه نوموړی بريد د جمهوررياست د انتخاباتو په ضد يو ورانوونکی فعاليت دی .
ټاکل شوی ده چه د افغانستان عمومی انتخابات به د راتلونکی اکتوبر په ٩ مه نيټه اجرا شی .د طالبانود رژيم د نسکوريدو نه راوروسته به دا د جمهوری رياست لومړنی انتخابات وی . د ازادو او عادلانه راي ګيرۍ له لاری د پراخ بنسټ لرونکی حکومت جوړيدل د افغاستان په سياسی بهير کی يوه مهمه علامه ګڼله کيږی او په اوس وخت کی د افغانستان لومړنی ستر او مهم کار هم دی . اوس اړوند مقدماتی کارونه نسبتأ په سالـم ډول روان دی او د رايی ورکوونکو د نومونو د ثبتولو کار د اګيسټ په ٢ نيټه پای ته رسيدلی چه شمير يی له لسو مليونو تنو څخه اوښتی دی .
مګر د رايی ورکولو د نيټې د رانژدی کيدو تر څنګه ددی انتخاباتو په ضد بيلا بيل ورانوونکی فعاليتونه هم زياتيږی چه په دی جمله کی طالبان دافغانستان د امنيت عمده دښمن ګڼل کيږی . دوی څو څو ځله دا څرګنده کړې چه د ټاکلی نيټې له مخی د عمومی انتخاباتو د جوړيدو په لاره کی به خنډونه واچوی . ددی ناوړه مقصد د سرته رسولو لپاره يی دننه په هيواد کی بيلا بيلې حمله کوونکی پيښی رامنځ ته کړې او کوی يی . په دی عين وخت کی دوی د جمهوررييس د څوکۍ د نيولو لپاره ١٨ تنو کانديدانو ته هم ګواښ او تهديد ورکړی دی . د وروستيو وختونو راهيسی طالبانو په پر له پسی ډول د عمومی انتخاباتو پر اړوندو کارکوونکو ، د سوله ساتونکی فوځ پر عسکرو او بهرنيو مرسته کوونکو پرسونلو باندی بريدونه کړی دی . هغه چاودنه چه د اګيسټ په ٢٩ نيټه په کابل کی د يوه امريکا دفتر او د ځينو نړيوالو سازمانونو دفترونو ته په نژدی ځای کی شوی وه ، د طالبانو لخوا رامنځ ته شوه او په دی پيښه کی لږ تر لږه لس تنه مړه شول .
سربيره پردی ، د افغانستان په مختلفو سيمو کی د وسله والو مليشو قوماندان او ټودپک سالاران د خپلو ګټو د ساتلو لپاره د مرکزی حکومت له حيثيت څخه سترګی پټی کړی او په پر له پسی ډول يی پيښی هم جوړې کړی او کوی يی چه دا د دغه هيواد د اوضاعو د تزلزل او ناارامۍ له علتونو څخه هم شميرل کيږی . د روانی مياشتی په ١١ نيټه رييس حامد کرزی اعلام وکړ چه د هرات والی اسماعيل خان د مرکزی حکومت د کانو او صنايعو د وزير په حيث مقرر شی ، خو دا حکم د اسماعيل خان لخوا رد شو . په همدی ورځ ماښام د اسماعيل خان څو سوه تنه پلويان په هرات کی عسکری کمپ او د م م د سازمان دفتر ته په زور سره ننوتل او په وحشيانه توګه يی مالونه لوټ کړل او هغو ته يی اور واچاوه . دغه راز د اسماعيل خان وسله والو افرادو د حکومت له ملی اردو سره خونړی نښته وکړه او له دی امله لږ تر لږه ٥ تنه مړه او څه د پاسه ٥٠ تنه ټپيان شول . که څه هم دغه شورش د اګيسټ په ١٣ نيټه هوار شوی ، خو پر عمومی انتخاباتو باندی يی هم تور سيوری اچولی دی .
د کتوونکو په نظر ، د رييس حامد کرزی په ضد تازه بريد دا څرګنده کړی چه د جمهوررياست د انتخاباتو په ضد د طالبانو خرابوونکی فعاليتونه د زياتيدو او سختيدو په حال کی دي . مګر د افغانستان حکومت څرګنده کړی چه د هيواد عمومی انتخابات به لا هم په ټاکلی نيټې ترسره شی .
پاسنی عکس : يوه ښځينه ښوونکې د جمهوررييس د مقام دګټلو لپاره کانديده شوې ده .
لاندنی عکس : د افغانستان په لويديځ کی لاهم ناارام دی