نيويارک :دامريکی دنيويارک د ښار د مانهاتان په ناحيه کښی د اوه اعشاريه دوه هکتاره مځکی په مساحت بين المللی خاوره شته ، دا دملګرو ملتو مقر دی او د هغه عمده ساختمان د مګروملتو د دارالانشا ودانۍ ده چه نه ديرش پوړه لری او دودانۍ دباندنی ديوالونه يی له ښيښو څخه جوړ شوی دی ، د دغی ودانۍ ښی خوا ته د ملګرو ملتو د غونډی ځای، امنيتی شورا ، اقتصادی او ټولنيز شورا او د قيمومت د شورا دغونډو ودانۍ ولاړه ده ،کيڼ خوا يی له يوی کتابخانی سره نښتی او دملګرو ملتو د مقر د دروازی په وړاندی د غړو هيوادونو ملی بيرغونه رپيږی .
ژنيوه : دسويس د ژنيو ډند په لويديځ کښی د رونا د سيند غاړی ته د نړيوالی مانۍ ولاړه ده او دا په ژنيوه کښی د ملګرو ملتو اوسنی دفتر دی او يا هغه ته په اروپا کښی د ملګرو ملتو مقر وايی ،په دی مقر کښی دملکرو ملتو په اړه اختصاصی سازمانونه او نور بين المللی سازمانونه شته ، ډول ډول بين المللی غونډی تل په دغه ځای کښی جوړيږی .
ويانا :داطريش د ويانا په شمالی اطرافو کښی د دونوبی د سيند په غاړه اوه ودانۍ ولاړی دی او ساختمانی مساحت يی يو لکو اتيا زرو مربع مترو ته
رسيږی . په ١٩٧٤ کال کښی د ملګرو ملتو موسسی پريکړه وکړه چه ويانا دغونډو د جوړولو د دريم ښار په توګه وټاکی او ويانا دمهمو بين المللی فعاليتونو له ځايونو څخه شميرل
کيږی ، داټومی انرژۍ بين امللی سازمان چه دملګرو ملتو اختصاصی سازمان دی ،په دغه ځای کښی کار کوی .
هاګ :دهاليندهاګ يو منځنی کوچنی ښار دی چه له شمالی بحيری څخه پنځه کيلو متره فاصله لری .دملګرو ملتو بين المللی محکمه په هاک کښی ده .