<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-23 17:48:35    
د بيجينګ د يوه ځانګړی اسلامی رستوران

cri
ګرانو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! د پروګرام په دی برخه کی به د بيجينګ د يوه ځانګړی اسلامی رستوران او دهغه دخاوند په باب څه معلومات تاسو ته وړاندی کړو .

د چين د مرکز بيجينګ په ختيځ کی د څاو يانګ د اداری سيمې د دينګ فو ځوانګ په لوي واټ کې يوداسی اسلامی رستوران شته چه د شمال لويديځ چين نه د راغلی يوه مسلمان ورور لخوا پرانستل شويدی او دا رستوران شپه او ورځ د مشتريانو پرمخ پرانستی دی . له هغه وخته راهيسی چه نوموړی رستوران د ٢٠٠٣م کال د جون په مياشت کی د مراجعينو په منلو پيل وکړ ، هره ورځ د ډوډۍ د خوړلو لپاره زيات ميلمانه هلته ورځی اود رستوران مشتريان ډير او معامله يی ډيره توده ده .

د سپټمبر مياشتی په يوه ورځ خبريال هم دغه رستوران ته ورغی .

خبريال وليدل چه د رستوران په سالون کی د مشتريانو ګڼه ګوڼه ډيره ده او ځوان خدمتګاران په تاوده احساساتو سره ميلمنو ته په خدمت کولو بوخت دی . که څه هم د دغه رستوران پيمانه دومره لويه نه ده ، خود سالون له ښکلا نه تر اداری پوری ځانګړيتوب لری او پر څلورو ديوالونو باندی يی هغه ليکونه او تصويرونه ځوړند دی چه د قران شريف أيتونه پکی ليکل شوی دی . خلک ته په اسانه توګه معلوميږی چه دا د شمال لويديځ چين د ملی اقليتونو د ځانکړی خوند لرونکی اسلامی رستوران دی .

خبريال ډيره هڅه وکړه چه د رستوران خاوند ووينی او ورسره مرکه وکړی ، خو د خدمتګار په قول ، هر کله چه زيات مشتريان راځی ، د رستوران خاوند عمومأ پخپله په اشپزخانه کی د خوراکونو په پخولو مصروف وی .

په رښتيا چه د رستوران خاوند په اشپزخانه کی مصروف و .کله چه په سالون کی ميلمانه کم شول ، هغه د خبريال سره مرکه وکړه .

د رستوران خاوند چه جانګ نوميږی ، تيرکال د شمال لويديځ چين د چينګ های له ولايت نه بيجينګ ته راغلی دی . هغه خبريال ته وويل

زما په اصلی ټاټوبی کی زيات ملي اقليتونه اوسيږی چه په دی جمله کی د خوی قوم خورا ډير مسلمانان هم شامل دی . ددې وروستيو کلونو نه راهيسی زما ټاټوبی د هيواد د نورو سيمو په شان هم ډيره ترقی موندلی او زما په لاس کی اضافی پيسی هم راټولی شوی دی . خو زما په نظر ، هلته يوازی يو وړوکی ښار دی . بيجينګ د چين مرکز دی او نه يوازی هيوادوال ، بلکه ډير نړيوال د سوداګرۍ او کار لپاره هم بيجينګ ته تګ راتګ کوی . زمونږ د شمال لويديځ چين اسلامی خوراکونه خپل ځانګړيتوب او خاص خوند لری . و مې غوښتل چه په بيجينګ کی يو اسلامی رستوران جوړکړم . نو په دی توګه زه او زما دکورنی غړی بيجينګ ته را غلی يو .

د خپل رستوران د اوسنی حالت د يادونی په ترڅ کی ښاغلی جانګ مسکی شو او و يي ويل چه رستوران می د تيرکال د جون په مياشت کی پرانستلی دی او په پيل کی می مشتريان دومره زيات نه ؤ ، خو وروسته می د ځانګړی او خوندورو خوراکونو په پخولو او مناسبو لګښتونو له امله زيات مشتريان راجلب کړل او د مشتريانو شمير ورځ په ورځ زيات شوی دی . دغه راز د رستوران په شاوخوا کی دوه پوهنتونونه هم شته ، نو د مشتريانو اکثريت محصلين او استادان دی ، کله نا کله خارجيان هم دلته ډوډۍ خوری لکه جاپانيان ، کوريايان ، افريقايان او داسی نور .

ښاغلی جانګ په بيجينګ کی د خپلوکورنيو غړو اوسنی ژوند هم رايادکړ او

و يي ويل

بيجينګ ته د رسيدو په لومړنيو وختونو کی زما سره دومره زياتی پيسی نه وی . مګر حکومت زمونږ د ملی اقليتونو لپاره امتيازي پاليسی عملی کوی . مثلأ مونږ هر کال د ٤ مياشتو لپاره د مالياتو د نه ورکولو له امتياز څخه برخوردار يو . دغه راز ګاونډيان له مونږ سره دوستانه سلوک لری او د مسلمانانو مذهبی عقيدی او د ژوندانه عادتونو ته هم د احترام په سترګه ګوری . زمونږ د رستوران په شاوخوا کی يو لوی جومات شته او مونږ ته د لمونځ لپاره اسانتياوی برابرې دي . سربيره پردی په ښوونځی کی زما بچيان د نورو ماشومانو سره هيڅ توپير نه لری ، حتی ښوونکی او نور زده کوونکی زما د ماشومانو خوراکی عادت ته هم خاص پام کوی . لنډه دا چه ما دا احساس کړې چه زمونږ اوسنی ژوند ډير ښه او د ډاډْ وړ دی ، نو مونږ به په بيجينګ کی په دايمی توګه هستوګنه وکړو .

د مرکی په دی ترڅ کی يو مشتری رستوران ته را ننوت ، ښاغلی جانګ په خوشحالی سره ورسره خبری وکړې . خبريال فکر وکړ چه ښايی دوی يوله بل سره اشنأيی لری . له دی فرصت نه په استفادی سره خبريال له نوموړی ميلمه سره هم مرکه وکړه .

هغه وويل چه زه تل دلته راځم ، ځکه چه ددی رستوران خوراکونه ډير خوند لری او هم يی بيه لوړه نه ده . زما کور رستوران ته نژدی واقع دی او کله کله د ورځی دوه وخته ډوډۍ ددی رستوران څخه رانيسم .

خبريال له ښاغلی جانګ څخه چه په مسکا سره د هغه تر څنګه ولاړ و ، پوښتنه وکړه چه اوس د رستوران معامله دومره ښه او توده ښکاری ، ايأ نوی پلان لرئ ؟ هغه داسی ځواب ورکړ چه زه له اوسنی رستوران نه د يوه لوی رستوران د جوړولو پلان لرم . ځکه چه موجود رستوران کوچنی او تنګ دی او پکی زيات ميلمانه نه ځايږی .

د خبرو په دی ترڅ کی نور نوی ميلمانه هم رستوران ته راننوتل . خبريال ونه غوښتل چه د ښاغلی جانګ لا زيات وخت ونيسی او ور سره دخداي پامانی وکړی .

ښاغلی جانګ د مرکی په پای کی وويل چه که څه هم زمونږ د رستوران پيمانه دومره لويه نه ده ، خو زه د زړه له کومی ټولو مسلمانو وروڼو او د بيلا بيلو قومونو دوستانو ته هرکلی وايم چه زمونږ د رستوران ميلمانه شی اومونږ به ډير خوندور او خواږه خوراکونه ور ته برابرکړو.

ګرانو اوريدنکو ، تاسو همدااوس يو راپور واوريد چه عنوان يی و _ د بيجينګ يو ځانګړی اسلامی رستوران او د هغه خاوند .