<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-24 18:33:34    
د سيالۍ دريم مضمون : د چين مختلف ملی اقليتونه د سيمه ايز خودمختاريت له نعمت څخه برخوردار دی 

cri
ګرانو اوريدونکو- چين پرته د خان قوم نه نور ٥٥ ملی اقليتونه لری٠ د خان قوم نفوس د هيواد د يو مليارد او ٣ سوو مليونو تنو خلکوڅخه په سلو کښی ٩١ برخه نيسی او نوری ٩ برخی يی د ٥٥ ملی اقليتونو پوری اړه لری ٠ د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی په هکله په دی خپرونه کښی به مونږ تاسو ته د چين د بيلا بيلو ملی اقليتونو د خلکو د ژوند او ترقۍ په باب څه معلومات وړاندی کړو٠ ( اواز په تبتی ژبه) --تبتی قوم د چين د ٥٥ ملي اقليتونو څخه دی ٠ او دغه اواز چه تاسی همدااوس اوري ، د چين د تبت په خودمختاره سيمه کښی ثبت شوی دی ٠ که تاسی تبت ته لاړشی له راډيو څخه به د تبتی ژبی خپرونه واوريدلی شی او له تيليويزيون څخه به د تبتی ژبی پروګرام وکتلی شي ٠ کله چه تاسی په تبت کښی يوه مکتب ته لاړشی د شاګردانو له خوا په تبتی ژبه د کتاب لوستلو اواز مو غوږونو ته رسيږی او په سړکونو کښی په تبتی او ملی دوو ژبو ليکل شوی لوحی او تجارتی اعلانات تر سترګو کيږی ٠ په حقيقت کښی نه يوازی په تبت کښی بلکه د هيواد د ملی اقليتونو په نورو سيمو کښی هم داسی حالت ليدل کيږی او محلی خلک په خپله قومی ژبه سره خبری کوی ٠ د چين ولسی جمهويت د خپل تاسس د ٥٥ کالو راهيسی هميشه د ټولو قومونو د مساوات ، يووالی او ګډی سعادتمنی کولو پاليسی عملی کوی او د سيمه ايز خودمختاريت دنظام په عملی کولو سره يی دغه پاليسی په تطبيق کښی ښه تضمين کړی ده ٠ چين د ولايت په درجه د هيواد په ٣٤ اداری سيمو کښی د مغول ، ويغور، خوی ، جوانګ او تبت په شمول د ملی اقليتونو ٥ خودمختاری سيمی ټاکلی دی ٠ اوس په چين کښی د ملی اقليتونو د خودمختارو سيمو خاوره د هيواد د عمومی خاورو څه دپاسه نيمه برخه نيسی ٠ د چين په اساسی قانون کښی ټاکل شوی دی چه چين د قومی چارو په ساحه کښی د سيمه ايزخودمختاريت نظام عملی کوی ٠ د تيری پيړی په ٨ مه لسيزه کښی چين د ملی اقليتونو دخودمختاريت په باب قانون تعيين کړ چه له دی برکته د سيمه ايز خودمختاريت په باب دغه نظام په قانونی شکل ټينګ شوی او محتويات يی هم لا زيات غنی شوی دی ٠ د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب د نظام مهم او بنيادی ټکی دا دی چه د مرکزی حکومت تر واحدی لارښوونی لاندی د ملی اقليتونو په سيمو کښی خودمختار ارګانونه جوړيږی تر څو خودمختارصلاحيت ښه ترسره کړی شي ٠ د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب قانون کښی په قانونی شکل دا تضمين شوی دی چه دغی قومی سيمی دسياست، اقتصاد ، قانون جوړونی او کلتوری ابادۍ په برخو کښی د خودمختاريت له نعمت څخه برخورداری دی ٠ په ٢٠٠١ کال کښی د چين تقنينی ارګان د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په باب قانون ته تعديل ورکړ چه په دی وجه دسيمه ايز خودمختاريت د نظام حيثيت يی لوړ او د محتوياتو له لحاظه دغه قانون لا زيات بشپړ شوی دی ٠د چين د ملی اقليتونو د چارو د کميټی مامور ښاغلی وانګ پينګ په دی باب داسی وويل چه د ملی اقليتونو د سيمه ايز خودمختاريت په هکله تعديل شوی قانون کښی د خودمختاريت د نظام مقام لوړ شوی دی چه په دی قانون کښی دغه نظام د هيواد د يوه بنيادی سياسی نظام په توګه وټاکل شو ٠ دوهمه دا چه د ملی اقليتونو په دغو سيمو کښی د حکومت ملاتړ او مرسته زياته او تقويه شوی ده ٠ سر بيره په دی د چين په اساسی قانون کښی د ملی اقليتونو مختلفو خودمختاروسيمو ته صلاحيت ورکړ شوی دی چه د خپل قومی او سيمه ايز خصوصياتو سره سم ځانګړی خودمختار مقررات وټاکی ٠او ددغو مقرراتو په رڼا کښی به د ملی اقليتونو خودمختاری سيمی وکولای شی چه دمحلی واقعاتوسره سم د هيواد دمربوطو قوانينو په تطبيق کښی ځينو مادو ته يی يو څه بدلون ورکړی ٠ د احصايې له مخی د چين د ملی اقليتونو په بيلابيلو خودمختاروسيمو کښی مشابه مقررات څه دپاسه ٤٨٠ ته رسيدلی دی ٠