<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-24 18:41:26    
 د اوريدونکو د ليکونو ځواب

cri

رمز – وانګ جانی ! د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د رارسيدو په وياړ زمونږ د راډيويی سيالی دريم مضمون دا دی د دوهم ځل دپاره هم خپور شو ٠ هيله ده چه اوريدونکی په دقت سره اوريدلی وی ٠ او د سم ځواب په پيدا کولو سره زمونږ پوښتنو ته ځوابونه راوليږی ٠

وانګ – رمز صاحب ! ددی تر څنګ بايد يادونه هم وکړو چه که کوم اوريدونکی چه پخوا يی زمونږ سره قلمی رابطه نه درلوده او اوس غواړی چه زمونږ په راډيويی سيالی کښی ګډون وکړی نو ژر تر ژره دی مونږ ته غوښتنليک راوليږی او مونږ به ددوی په پته د سيالی د پوښتنو پاڼی وروليږو ترڅو دوی په سيالی کښی بی برخه پاتی نه شی ٠

رمز – او ددی زيری هم اوريدونکو ته ورکوو چه زمونږ د سيالی څلور خپاره شوی مضمونونه به بيا هم په راتلونکی مياشت کښی په تکرار سره خپاره کړو ترڅو ټول اوريدونکی د نوموړو خپاره شويو مضمونونو په اوريدو بريالی شي ځکه زمونږ ډيرو اوريدونکولکه دبيلګی په توګه د پيښور د نصرت مينی څخه زمونږ دايمی اوريدونکی سيد جمال فاطمی صاحب غوښتنه کړی ده چه د روانی سيالی مضمونونه څو څو ځلی په تکرار سره خپاره شي ترڅو ټول اوريدونکی يی واورۍ او پوښتنو ته ځواب وليکی ٠ په همدی توګه مونږ د خپلو اوريدونکو غوښتنو ته د مثبت ځواب ويلو په خاطر د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د رارسيدو او نمانځنی په وياړ د سيالی مضمونونه په تکرار سره په راتلونکو خپرونو کښی هم خپروو او د ښاغلی فاطمی صاحب په شان دی نوراوريدونکی هم انديښنه ونه لری ٠

وانګ – اوس چه د نوی چين د جوړيدو د ٥٥ می کاليزی د رارسيدو خبره ده خپلو اوريدونکو ته وايم چه همدااوس د چين ولس او دولت ددی وياړنی کاليزی د ښه نمانځلو دپاره تياری نيسي ، غونډی او محفلونه جوړيږی او د هيواد په ابادی کښی لا نور هم چټک ګامونه اخستل کيږی او د هيواد د ابادۍ او سمسورتيا ترڅنګ کلتوری او فرهنګی فعاليتونه هم پراخوالی مومی ٠ دغه شان د چين د ولس د ملي جشن د رانژدی کيدو سره د ښارونو او په ځانګړی توګه دبيجينګ د ښار ښکلا دومره زياتيږی چه سړی داسی فکر کوی دګلانو په يوه بڼ کښی اوسيږی ٠ په دی معنی چه د ښار په ټولو واټونو ، ميدانونو ، سړکونو او څلور لارو کښی د ګلانو داسی ښکلا رامنځته کيږی چه ډيره زړه وړونکی او د ليدو وړ وی ٠

رمز – ددی ټولو ښکلاوو څخه د خوند اخستلو په هيله د اوريدونکو د نورو ليکونو په تمه يو او د رارسيدلو ليکونو څخه د پيښتورد حيات اباد څخه د پښتونخوا لسنرز کلب د مشر ښاغلی محمد داؤد حريت جبارخيل ليک راواخلو ، جبارخيل صاحب د ګيډی ګيډی سلامونو تر څنګ په خپل ليک کښی لږ څه ګيله هم کړی ده او وايی چه په تيری سيالی کښی می د لوي ديوال په هکله يو مضمون تاسو ته استولی ؤ او ځوابونه می ليکلی ؤ دا څه وجه ده چه په سيالی کښی نه يم نيول شوی ؟

وانګ – سلامونو ته يی مونږ هم ګيډی ګيډی سلامونه وايو او د جبارخيل صاحب ګيلی د سترګو په ليمو منو او زمونږ تيره سيالی يوازی د افغانستان ، چين او پاکستان او چين د اړيکو په هکله د مقالو سيالی وه ، هغو اوريدونکو چه په دی هکله مقالی ليکلی وی په سيالی کښی نيول شوی ؤ ٠د چين د لوي ديوال په هکله مضمون زمونږ د تيری سيالی موضوع نه وه ٠ هيله ده چه په همدی راروانی سيالی کښی ګډون وکړی او زمونږ خپرو شويو مضمونونو په هکله پوښتنو ته ځوابونه وليکی او ډير ژر يی مونږ ته راواستوی ترڅو په دی سيالی کښی بی برخی پاتی نه شي ٠ خوشحاله اوسی ٠

رمز – د باجوړ ايجنسی څخه د اريانا کلب مشر محمد حسين همدرد او ملګرو يی هر يوه کالدارکاکا، محمد شفيع ، محمد حسن او نورو په ګډه دا ليک استولی او ليکلی يی دی چه مونږ به په راتلونکی کښی هم خپل ليکونه واستوو ٠

وانګ – د همدرد صاحب د ليک نه خوشحاله شولو چه بيا يی قلم په لاس کړ او مونږ ته يی ليک راواستاوه ٠ زمونږ سلامونه دی ومنی او مونږ به هم په خپل وار سره کوشش وکړو چه قلمی رابطه ورسره ټينګه وساتو ٠

رمز – ګرانو اوريدونکو – د مونږ او اوريدونکی خپرونه په همدی ځای پای ته ورسيده ٠ ستاسو د خوشحالی او کاميابی په هيله ٠