د پلان له مخی به د افغانستان لوی انتخابات د اکتوبر په ٩ مه نيټه جوړ شی چه دا به د طالبانو د رژيم د له منځه وړلو نه وروسته په افغانستان کښی لومړنی لوی انتخابات وګڼل شی ٠ د ازادو او عادلانه انتخاباتو له لاری د يوه پراخ بنسټ حکومت جوړيدل په افغانستان کښی د سياسی بيا رعاونی په بهير کښی يو مرحله ايز اقدام دی او هم په اوسنی افغانستان کښی لومړنی اهميت لرونکی کار بلل کيږی ٠خو د طالبانو د پاتی عناصرو په شمول د حکومت په ضد د ځواکونو د ورانکاریو له امله د افغانستان د لويو انتخاباتو په لومړيو تدارکاتی کارونو کښی زيات مشکلات پيدا شوی او د نورو ناوړو عواملو په نظر کښی نيولو سره د افغانستان د لويو انتخاباتو اوضاع د خوشبينی وړ نه دی ٠ د امنيت په ساحه کښی ناکراره حالات د اوسنی افغانستان په وړاندی يو خورا د سر دردوړوړ موضوع ده ٠ دافغانستان لوي انتخابات دامنيتی مسئلی له امله ٢ ځله ځنډيدلی ؤ چه طالبان د امنيت په ساحه کښی تر ټولو نه لوی ګواښ بلل کيږی ٠ دغه سازمان څو څو واره څرګنده کړی چه دوی به د افغانستان د لويو انتخاباتو مخه ونيسی ٠ دوی د افغانستان په دننه کښی د زور زياتۍ ډول ډول پيښی جوړی کړی چه حمله کوونکی پيښی يی د ملکرو ملتو په اړه د لويو انتخاباتو پر کارکوونکو پرسونلو،دبشری مرستو په هکله پر بينالمللی کومک ورکوونکو پرسونلو ، په افغانستان کښی د بينالمللی امنيت ساتی ځواکونو پر عسکرو او د حکومت په بلنه په لويو انتخاباتو کښی د نومونو د ثبت کولو په هکله پر عامه ولسونو باندی وشوی ٠ د تير کال د اګست نه راهيسی تقريباٌ زر تنه کسان د زور زياتۍ په بيلا بيلو ناوړو پيښو کښی مړه شول ٠ د لويو انتخاباتو د جوړيدو د ورځی په رانژدی کيدو سره طالبانو دخپلی تره ګرۍ فعاليتونه زيات او سخت کړی دی ٠ د تازه خبر له مخی اوس تقريباٌ ٢ زره تره ګران افغانستان ته ننوتلی او دوی چمتو دی چه د طالبانو له بقاياوو سره په ګډه لازياته تروريستی پيښی راپورته کړی ٠ دوهمه دا چه دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کښی محلی وسله والو قواوو د ځانی ګټو د ساتلو دپاره مرکزی حکومت ته په سپکه سترګه وکتل او په پرله پسی توګه يی ناوړه پديدی رامنځ ته کړی چه د افغانستان داوضاعو د ګډوډۍ سبب ګرځيدلی دی ٠ د تاريخی ، امنيتی اوداسی نورو عواملو له امله د افغانستان د انتقالی دولت د تاسيس د ٣ کالو راهيسی يی واک يوازی په مرکز کابل او شاوخواوو سيمو کښی چلول کيږی او د هيواد نوری سيمی لا هم د سيمه ايزو وسله والو قواوو تر کنترول او ادارو لاندی دی ٠ نو ځکه حامد کرزی د مرکزی حکومت د حيثيت د لوړولو دپاره په خپل انتخابتی پروګرام کښی يوه مهمه ماده وټاکله چه که سيمه ايزی قواوی مرکزی لارښوونه قبوله نه کړی مرکزی حکومت به يی سمدستی له منځه يوسی ٠
خو مرکزی حکومت ددی تدبير په عملی کولو کښی له سخت مقاومت سره مخامخ شوی دی ٠ اسماعيل خان په افغانستان کښی ترټولو نه لوی متقدر سيمه ايز قوماندان دی ٠ هغه د افغانستان په څه دپاسه شلو جنګی کلونو کښی په حقيقت کښی د هرات ولايت او د شاوخواوو ولايتونه کنترول کړی دی ٠ اوس هغه نه يوازی د ګمرکی مالياتو څخه غټی ګټی ترلاسه کړی دی بلکه يی په عصری تجهيزاتو د سل ګونو زرو تنو عسکرو په تشکيلاتو يو غښتلی مليشه ئی وسله والی قواوی ساتلی دی ٠ هغه څو واره د وسلو د پريښودلو په هکله د مرکزی حکومت او د امريکی او ملګرو ملتو غوښتنی ردی کړی ٠ په بيلو بيلو سيمو کښی د محلی واسله والوقواوو د نيلی ځغاستنی له امله د افغانستان پر لويو انتخاباتو باندی توری وريځی غوړيدلی دی ٠ دامنيتی عامل نه سر بيره کرزی ته د امريکی څرګندملاتړ د لويو انتخاباتو د اوضاعو د پيچليتوب سبب شو ٠ د اګسټ په ١٨ مه نيټه په لويو انتخاباتو کښی د کرزی ١٧ تنه حريفانو د کرزی څخه شکايت وکړ چه د خپل واک په ناوړه استفادی سره خپل انتخاباتی مقام پياوړی کوی ٠ دوی ګډه غوښتنه وکړه چه کرزی بايد له خپلی وظيفی نه د استعفا کولو نه وروسته په دی سيالی کښی ګډون وکړی ٠ په عين حال کښی دوی دا نظر څرګند کړ چه د پاسنيو عواملو له امله د راتلونکو لويو انتخاباتو عدالت د شک وړ دی ٠نو داامکان به پيدا شی چه د کرزی حريفان په خپل منځ کښی اتحاد جوړ کړی او په ګډه له کرزی سره مقابله وکړی څو چه په دی انتخاباتو کښی د اکثرو موافقو رايو د موندلو په هلو ځلو کښی د کرزی مخه ونيسی او انتخابات ددوی په ګټه سر ته ورسيږی ٠