د سين هوا اژانس د خبر له مخی د سپتمبر په ٢٧ مه نيټه د هند د اسيايی اژانس د خبر سره سم د دې نه مخکی د هند صدر اعظم منموهان سينګ او د پاکستان جمهور رئيس مشرف د سياچنګ د کنګلی د سيمې د غير نظامی کېدو په باب بحث ندی کړی، نو د دې په باب خبر ی بی اساسه دی.
په دې خبر کی ويل شوی چی د هند د حکومت په قول پاکستان قوی غوښتنه وکړه چی د سياچنګ کنګلی سيمه غير نظامی شی او په عين وخت کی يی هيله وکړه چی هند خپل پوځ له هغه ځای څخه وباسی چی په ١٩٧٢ کال کی د سيملې په فيصله کی ټاکل شوی و.
د سپتمبر په ٢٤ مه نيټه مشرف په امريکا کی د هند له صدر اعظم سينګ سره ژمنه وکړه چی که د هند پوځ د سياچنګ د کنګلی سيمې څخه ووځی، نو د پاکستان وسله والې قواوی به د سياچنګ د کنګلی سيمه اشغال و نه کړی.