<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2004-09-30 17:00:01    
د مان قوم سپين سری د ملی جشن د رارسيدو په مناسبت خپل وطن ستائی

cri

د اکتوبر لومړی نيټه د چين د ولسی جمهوريت د جوړيدو پنځه پځوسمه کاليزه ده، د چين د بيلا بيلو قومونو خلک به په خوښۍ سره د ملی جشن نمانځنه وکړی٠ د دی ورځی د رارسيدو په وخت کښی د چين د مرکز بيجينګ اوسيدونکې او د مان قوم سپين سری دای شو مين زمونږ د پښتو څانګې له خبريال سره مرکه وکړه او د خپل هيواد چټک انکشاف او نننی نيکمرغه ژوند يی وستايه٠

دای شو مين په ١٩٢٣ کال کښی د چين د مان قوم په يوه کورنۍ کښی وزيږيده او اوس د بيجينګ د لويديځی ښاری سيمې په يوه پنځه پوړيزه ودانی کښی اوسيږې٠ کله چه خبريال د سپين سری کور ته ننوت، هغې د مان قوم په ځانګړی تشريفاتو سره ورڅخه هرکلی څرګند کړ او ور ته يی د ملی جشن مبارکی وويله٠ سپين سری خبريال ته وويل چه د ملی جشن د رارسيدو په وخت کښی زه ډيره خوشحاله يمه ،ځکه چه زمونږ هيواد قوی شويدی او خلک مو نيکمرغه ژوند تيروی٠ زه په زاړه چين کښی وزيږيدم او پخپله می وليدل چه په هغه وخت کښی زحمتکښ خلک له ظلم او استثمار سره مخامخ ؤ او ژوند يی ډير خراب و٠ د خوښۍ وړ خبره دا ده چه د چين خلک د چين د کمونست ګوند تر لارښوونې لاندی له غمونواو بدمرغۍ څخه خلاص شويدی،دچين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته زمونږ د هيواد د سوسياليستی ابادۍ چارو چټک انکشاف موندلی او اقتصادی طاقت يی په پرله پسی توګه پياوړی شويدی٠ چين په بريالی توګه اټومی بم وچاوه او مصنوعی سپوږمۍ يی وتوغولې ، دغه راز زمونږ د هيواد انسان وړونکی فضائی بيړی هم په کاميابه توګه په فضا کښی والوتله او په سالمه توګه مځکې ته بيرته ستنه شوه چه دغه ټول د چين د خلکو وياينی دی٠

د مان د قوم د يوې هيوادوالې په حيث سپين سری دای شومين د چين د حکومت قومی پاليسی وستايله ، هغې وويل چه اوس په چين کی قومی تبعيض نشته او ولسی حکومت د ملی اقليتونو د خلکو ډيره پاملرنه کوی٠ چين د شپږ پنځوسو قومونو لويه کورنۍ ده چه د بيلا بيلو قومونو خلک پکښی له مساوی حقوقو څخه برخمن دی، دوی يو د بل درناوی کوی، يو له بل سره مرسته کوی او په يو لاس سره د خپل هيواد د ابادۍ دپاره کوششونه کوی٠ دغه راز د مختلفو قومونو خلک د خپل کلتور د ساتلو په برخه کښی هم ازادی لری، زه د مان له قوم څخه يمه او د دی قوم د تاريخ په باب د تلويزونی پروګرامونو له ننداره کولو سره شوق لرم ، ځکه چه زه له خپل قوم سره مينه لرم ٠

که ځه هم د سپين سری عمر يو اتيا کلونو ته رسيدلی ، خو روغتيا يی ښه ده ٠ هغې وويل چه د هيواد په لويه کورنۍ کښی زما زړه بی غمه ، ژوند می خوشحاله او نيکمرغه دی او طبی زمينه مو هم ښه ده او زما روغتيا هم ښه ده ، زه هره ورځ دوه ځله د چکر وهلو دپاره دباندی ځم او بيا پخپلو پښو د پنځو پوړونو په ختلو سره کور ته بيرته راځم ٠

سپين سری دای شو مين له تقاعد نه مخکښی د بيجينګ د يوې ډيرې لويې مغازې کارکوونکی وه ٠ هغې خبريال ته وويل چه په زاړه چين کښی د ښځو ټولنيز مقام ډير ټيټ و، خو د چين د ولسی جمهوريت له جوړيدو نه وروسته ښځې او نارينه سره مساوی دی ، نو ما په کار کښی ګډون درلود، اوس هره مياشت مستمری معاش لرم ٠ له دی څخه د سوسياليستی نظام ښيګړه څرګنده شويده٠

دای شو مين په پای کښی خبريال ته خپله نيکه ارزو څرګنده کړه او و يی ويل چه د ملی جشن د رارسيدو په وخت کښی هيله لرم چه زمونږ هيواد په پرله پسی توګه قويتوب او سمسورتيا ومومی، د بيلا بيلو قومونو خلک لا ټينګ يووالی وساتی او زمونږ ژوند ورځ په ورځ ښه شی٠